نړۍ

امریکا په عراق او افغانستان کي ۳۴ ملیارده ډالر ضایع کړي

4american-troops-afghanistanنن ټکی آسیا: امریکا په عراق او افغانستان کي ۳۴ ملیارده ډالره پر خصوصي کمپنیو ضایع کړي دي.

په یو تازه راپور کي چي په راتلونکو څو ورځو کې به د امریکا کانګریس ته وړاندي شي ویل شوي، چي  امریکا د خصوصي امنیتي کمپنیو او نورو شرکتونو سره په مختلفو عقدونو او سوداوو کې ۳۴ ملیارده ډالره ضایع کړي دي.

ددغه راپور په چمتو کوونکو کې د امریکا د دوو لویو ګوندونو جمهوري، او دیموکراتانو ګډون درلود، او د هغو څخه یوه تن ویلي چي د امریکايي فوځ د تنخا ګانو په لیست کې دوه لکه (۲۰۰،۰۰۰) داسي اضافي نومان وه، چي په مسلسله یا موقته توګه يې معاشونه اخیستل، چي یوازي دغه عدد د امریکایانو تر فوځ زیات دی، ځکه چي په افغانستان کي دا وخت امریکایان تر یو لک او په عراق کي تر ۴۶۰۰۰ کم عسکر لري.

د راپور پر اساس ویل شوي چي دداسي خلکو حساب لګول ګران کار دی چي د امریکایانو سره يې په پټه مزدوري کړې، او دا حساب کتاب د هغونه پرته دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x