ټولنیزه برخه

هر څه مو چې زړه غواړي هغه اخلئ؟!

حامد افغان

عمر بن الخطاب رضي الله عنه له جابر بن عبد الله رضي الله عنه سره مخامخ شو، د هغه په لاس کې یو درهم و، عمر ورته وویل: په دې درهم څه کوې؟
هغه وویل: په دې کور ته غوښه اخلم.
عمر ورته وویل: ایا هر وخت مو چې زړه څه وغواړي هغه اخلئ؟!
ایا ستاسو کوم یو د خپل ورور او ګاونډي لپاره خپله ګېډه نه وږې کوي؟! له دې ایت سره به تاسو څه کوئ: تاسو خپله برخه نعمتونه د دنیا په ژوند کې ختم کړي دي. {أذهبتم طيباتكم في حياتكم الدنيا}. رواه الحاکم وسعيد بن منصور

مطلب هر وخت چې هر څه زړه غواړي هغه ترسره کول؛ ښه کار نه دی، بلکې دا ډول کړنه په تبذیر او اسراف کې راځي، بلکې کله کله باید سړی خپله ګېډه وږې کړي او د خپل مسلمان ورور او خپل ګاونډي کور ته یې ورولیږي. هر وخت د زړه غوښتنې منل او زړه چې څه غواړي هغه اخیستل د اقتصاد له نظره په استهلاک کې افراط ده چې باید ونه کړل شي او استهلاک باید خامخا کنترول شي.
ځکه عمر جابر ته وایي: او کلما اشتهیتم اشتریتم؟!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x