شعـــــرونه

له استاد نه جدايي/حيدري

بسم الله حيدري

زما دمسلم او بخاري استاذه
زما د سنن ترمذي استاذه
راکړه رخصت په ډکوسترګوباندې
ترمينځ مو راغله جدايي استاذه

ما خوله پيله ان ترپايه پورې
دلته سکون او اطمينان موندلى
ګواکې ما کړې داخله جنت کې
ماخوسم کيف داحسان موندلى
اوس درنه ځمه دخپل کلي په لور
هلته ده ګرانه زندګي استاذه.
راکړه رخصت په ډکوسترګوباندې. الخ

ستا ترحم بيانولى نه شم
مونږته راکړې تادپلارمينه ده
ستا شفقت لفظوکې نشي راتلى
خورمه قسم دومره بسيار مينه ده
هجران دې ځکه زورور دى دومره
رشته مو ډيره ده قوي استاذه
راکړه رخصت په ډکوسترګوباندې. الخ

مونږ خودې ټوله روحاني اولاديو
په مونږه ګران يي له هرڅه نه شيخه
مونږ درته زړونو کې ډير قدر لرو
مونږته راتېر يي له خپل زړه نه شيخه
کاشکې داټول ژوندموله تاسره واى
نه به وو غم نه پريشاني استاذه
راکړه رخصت په ډکوسترګوباندې. الخ

سپينوپګړيو نه کفن جوړوو
دادنبي ميراث به تل وساتو
وي به محفوظ دا سپين لباس دعلم
نوم به دې پاک لکه دګل وساتو
مونږ به سرونه نذرانه کړو له دين
هيڅ به ونکړو بي ننګي استاذه
راکړه رخصت په ډکوسترګوباندې. الخ

شيخه روان يو دفتنوماحول ته
مونږه هېر نکړې ددعالپوکې
که راسره ستا ددعا زغرې وې
يوبه خوندي مونږ دبلا لپوکې
حيدري جان يي له زړګي منلى
دعلم غريي او صوفي استاذه
راکړه رخصت په ډکوسترګوباندې.الخ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx