ټولنیزه برخه

د ژوند اصل

زهیر سپېڅلی

دا ياد لرئ! دا د ژوند اصل دی.

که يوه لار بنده شي، نوري لاري هم شته.

که يوه دروازه وتړل شي، بله دروازه خلاصېږي. زموږ ستونزه دا ده، چي يوه لار بنده شي، بله لار نه لټوو.
که يوه دروازه وتړل شي، بله دروازه نه وينو. بندو لارو او تړلو دروازو ته ولاړ يو.

کله چي له يوې لاري هدف ته ونه رسېدې، بله لار پيدا کړه، له بلي لاري راشه، کېدای شي تر لومړۍ لاري په بريالۍ توګه ورسېږې.

داسې هيڅکله مه کوه، چې له يوې لارې په نه رسېدو، هدف هم پرېږدې. هدف يو وي، خو له ډېرو لارو يې تر لاسه کولای شې. له پيله خپل هدف ته دا ثابته کړه، چې په کلکه اراده دې خپلوم.

هدف او منزل ته رسېدل ټينګ عزم او پياوړې اراده غواړي. پياوړی او کلک عزم په غرونو کې لارې باسي.

هر څه په اسانه مه غواړه، په اسانه لاسته راغلي په اسانه بېرته له لاسه ورکوو.

ځينو هدفونو ته تللې لارې ډېرې سختې، اغزنې او مشکلې وي.

په دغسي سختو لارو تلل دا ثابتوي، چې تا ته خپل هدف او منزل واقعاً مهم دی او تر لاسه کول يې غواړې.

شايد ځينې لارې دې په ځنډ او خنډ ورسوي، خو دا به درته ثابته شي، چي له زحمته وروسته حتماً راحت شته او په هره تياره پسې رڼا وي.

که ژوند ته پام وکړو ډېر څه راښيي. همت، صبر او زغم غواړي.
ـــــــــــــــــــــ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx