ادبي لیکني

نړیوالې ټولنې «يو نوی کتاب»

احسان الله ارينزی

د نړیوالو ټولنو د پیل، پرمختګ، ارزښت، دندو او بریاوو په هکله، په دې کتاب کې ډېرې خبرې شته، چې دلته یې نه راوړم؛ خو دومره ویلی شم چې نړیوالې ټولنې زموږ د عصر د نړیوال نظام، له خورا مهمو برخو څخه شمېرل کېږي. ښکاره خبره ده چې د دې ټولنې پېژندګلوي له لوستونکو سره مرسته کوي چې د اوسني نړیوال نظام د کار په څرنګوالي، نیمګړتیاوو او بریالیتوبونو ډېر پوه شي.

داسې ویل کېږي چې په اوسنۍ نړۍ کې، له 67000 ډېرې پوځي، سیاسي، اقتصادي، ټولنیزې، علمي، تخصصي، مذهبي، فرهنګي، ورزشي او … نړیوالې او سیمه ییزه لویې یا کمکۍ ټولنې شته، چې په ډېره لویه جغرافیه یا یوه کمکۍ سیمه کې فعاله دي او کار کوي.

له ما سره د داسې یو کتاب د لیکلو فکر 7 – 8 کاله مخکې پیدا شوی و او داسې یو نوم (نړیوالې ټولنې) مې په څو کتابونو کې، د لیکوال د هغه کتابونو په لست کې راوړی و، چې په راتلونکي کې به چمتو کېده او 100 – 150 مخه کار مې هم کړی و.

په کال 2020 کې په نړۍ او ګران افغانستان کې د کرونا ځانګړو شرایطو، زه دې ته اړ کړم چې په همدې کتاب کار پیل کړم. زه د کال 2020 د مارچ په پیل کې، د اروپا څخه کابل ته ستون شوم. هغه وخت په چین، اسپانیا او ایتالیا کې دا وبا لګیدلې او داسې ویره وه چې ټولې نړۍ ته به خپره شي. زه په داسې حال کې کابل ته ورسېدم چې له دوبۍ څخه مې ماسکونه او نور وقایوي مواد هم اخستي وو. په کابل کې مو لا د سفر ستړیا نه وه وتلې چې بندیزونه ولګېدل، له 58 کلنو پورته دفترونو ته بند شول، له کورونو څخه کارونه پیل او خلکو ته وویل شول چې په کورونو پاته شي!

ما فکر کاوه چې د دې وبا، یوازیتوب او د ګران وطن په هکله د غمجنو او خونړیو خبرونو په شرایطو کې، داسې یو کار باید پیل کړم چې ما شپه او ورځ بوخت وساتي او دا (د نړیوالې ټولنې) د کتاب بشپړول وو!

اخځونه مې غونډ کړل، انترنت مې درلود. بس کار مې پیل کړ. هره ورځ 6 – 8 ساعته پرله پسې کار. د کوره وتل نه و، میلمانه نه راتلل، ودونه بند وو او بل هېڅ داسې مصروفیت هم نه و چې زما د کار مخه ونیسي. هیله مې دا وه چې د افغانستان ځوان نسل ته به ان شاالله داسې یو کتاب تالیف شي، چې د یو شمېر نړیوالو ټولنو په پېژندګلوۍ کې مرسته ورسره وکړي.

پخوا به په پښتو ژبه کې یوازی کلاسیک ادبیات، فولکلوري مجموعې، شعرونه او دیني کتابونه یا کتابګوټي چاپیدل او د علمي، فني، مسلکي او هنري کتابونو ځای به تش و؛ خو په تیرو شلو کلونو کې په دې برخه کې، یو لوی بدلون راغی او د علومو، فنونو او هنرونو په برخو کې، په سلګونو کتابونه خپاره شول، د کتابونو د چاپ دفترونه جوړ شول، مطبعې راغلې، ځوانان فعاله شول او یو لوی تحرک پیل شو چې ټول مثبت بدلونونه حسابیږي. هغه وخت چې ما د نړیوالو ټولنو کار پیل کړ، په اکسوس کتاب پلورنځي کې مې دا کتابونه وموندل:

نړیوال سازمانونه د محترم محمد جعفر هاند ژباړه او لیکنه؛ نړیوال سازمانونه، د محترم محمد نظیم سمون ژباړه؛ نړیوال سنودونه- د ملګرو ملتونو منشور کمکی کتاب، د محترم صفي الله ناصري ژباړه چې ما د خپل کتاب په لیکلو کې له دې دریو کتابونو څخه ډېره استفاده کړې ده.

د ملګرو ملتونو کړنلاره( منشور) او د عدالت د نړیوالې محکمې اساسنامه ما د ناصري له کتاب څخه اخیستې؛ خو ډېر په دقت مې له اصلي منابعو سره پرتله کړې او له سمونونو وروسته مې په دې کتاب کې راوړې. د بشري حقونو نړیواله اعلامیه او د بشري حقونو اسلامي اعلامیه هم له نوموړي کتاب څخه کټ مټ نقل شوې ده.

د 2020 په دسمبر کې زه دوبۍ ته لاړم او دوه میاشتې هلته پاته شوم. هلته هم یوازیتوب و، د کرونا وېره او بندیزونه او له ګران وطن څخه د وینو او باروتو خبرونه. نو هلته مې هم ځان په همدې کتاب مصروف وساتو. د کال 2021 په مارچ کې هالند ته راغلم؛ خو د کتاب کار مې معطل نه کړ؛ ځکه د افغان ماشومانو د مرستې لپاره د جرمني دفتر استازی، محترم ډاکټر یحیی وردګ زیری را کړی و چې دا کتاب به چاپ کړي.

ډاکټر یحیی وردګ په تېرو پنځلسو کلونو کې، د افغانستان د پوهنتونونو ځوان کهول ته لوی خدمت کړی او تر اوسه یې په طب، فارميسي، ریاضیاتو، کیمیا، فزیک او نورو برخو کې، په پښتو او فارسي دري ژبو، په سلګونو ارزښتمن ژباړلي یا لیکلي، کتابونه له CD ګانو سره یو ځای، خپاره کړي او د افغانستان په پوهنتونونو ویشلي، چې ځوان نسل یې ولولي او ځانونه د یوویشتمې پېړۍ د غوښتنو او اړتیاوو سره سم عیار کاندي.

په هر صورت دا دی د کال 2021 په نیمایي کې، دا کتاب بشپړ شو. هسې خو نړیوالې ټولنې له شپیتو زره هم اوړي، چې د ټولو پېژندګلوي د (برتانیکا انسکلوپیدیا) په شان کتابونه غواړي؛ خو ما په دې کتاب کې ملګرو ملتونو د شپږګونو اساسي څانګو، دفاترو، اړونده ارګانونو او تخصصي بنسټونو او یو شمېر نړیوالو او سیمه ییزه ټولنو اکتفا کړې ده. هیله ده چې په راتلونکي وخت کې به، ځوان افغان مؤلفین او ژباړونکي دا دنده په غاړه واخلي او د ډېرو هغه نړیوالو ټولنو پېژندګلوي په بشپړه کړي، چې په یو ډول له افغانستان سره اړیکې لري.

زه دا اوسنی کار هم پوره نه بولم. د کرونا او مسافرتونو ستونزو او له ګران وطنه لریتوب، هرومرو خپل دروند اغېز لري. ما هیله درلوده چې په دې هره نړیواله ټولنه یا بنسټ لکه FAO، SAARC، ECO، UNESCO کې، د افغانستان په غړیتوب ډېرې خبرې ومومم؛ خو کله چې په کابل کې وم، د بهرنیو چارو وزارت اړونده دفتر مینه ونه ښوده او زما پرله پسې غوښتنو ته یې مثبت ځواب رانکړ!

که زه د خپل واک وای، په دې کتاب مې درې میاشتې نور هم کار کاوه، چې ښه بډایه شوی وای؛ خو د کتاب د خپروونکي محترم ډاکټر یحیی وردګ، غوښتنو دا ارمان نیمګړی پریښود. ډاکټر صاحب ځکه بیړه کوله چې ما نه مخکې ځنډ پېښ شوی و او کتاب باید د پلان مطابق چاپ شوی وای.

په هر صورت دا دی دا کتاب، چې د کرونا، یوازیتوب او مسافرت په ورځو کې، د افغانستان ځوان کهول ته، د عمومي معلوماتو د بډاینې په درنه هیله لیکل شوی، ستاسو خدمت ته وړاندې کوم. هیله ده چې لوستل او که ممکنه وه علمي او مسلکي کره کتنه او حتی انتقاد به یې، د مؤلف د زړه هغه هیله لږ پوره کړي، چې د ګران افغانستان د هر اړخیز خدمت او ځوان نسل ته د فرهنګي کار لپاره یې په ځان پور ګڼي.

دلته دا خبره د یادولو وړ ده چې کله ما تیر کال، په کابل کې د دې کتاب د لیکلو کار پیل کړ، لاس لیکلي پاڼې به مې د کمپوز له پاره، ښاغلي سمیع الله مومند ته د یو دریور په لاس استولې چې په لوګر کې ایسار و. سمیع الله به کمپوز شوې پاڼې بیرته په برېښنا لیک رااستولې چې بیا وکتل شي او بډایه شي. داسې پاڼې به مې له دوبۍ او هالند څخه، په واتساپ ورته استولې او ده به بېرته په برېښنا لیک رالیږلې او ما به بیا – بیا کتلې او د نورو اخځونو په مرسته به مې بډایه کولې.

د ښاغلو سمیع الله مومند او محمد عبدالحق صمیمي کورونه دې ودان وي. صمیمي ددې کتاب د وروستي متن او پښتۍ ډیزاین جوړ کړی او کتاب یې چاپ ته چمتو کړی دی. صمیمي له پنځلسو کلونو دا خدمت کړی او زما د نژدې ټولو کتابونو د وروستي ډیزاین کارونه یې سرته رسولي دي. د ښاغلي ډاکټر یحیی وردګ او د ماشومانو لپاره د جرمني د مرستو دفتر منندوی یم، چې ددې کتاب د چاپ لګښت یې په غاړه واخيست او دا نیمګړی زیار یې، ستاسو تر لاسونو او کورونو پورې ورساوه.

له خپلی کورنۍ څخه هم نړۍ مننه کوم چې ما ته یې، په هالنډ کې دا شرایط برابر کړل چې په اوونۍ کې پنځه شپږ ورځې، د هارنم ښار، کورنبورخ کتابتون، ته لاړ شم او هلته په دی کتاب کار وکړم.

د داسې ورځې په هیله چې کتاب لوستل، په ګران وطن کې په یو (فرض) بدل شوی او په ښوونځیو، پوهنتونونو، مدارسو، ښارونو، ولسوالیو، کلیو او کورونو کې، کتابونه او کتابتونونه ولرو او دا کتابتونونه په تنکیو زلمیو، ځوانانو او بوډاګانو نارینه وو او ښځو لوستونکو ډک وي او خپلواک افغانستان د پرمختګ، ځان بسیاینې او نیکمرغیو په لور، ګړندي په مخ روان وي او په په ژمنو او مسلکي کادرونو ډک وي!

په همدې هيله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x