ټولنیزه برخه

نړۍ زموږ له راتګه خبره وه؟

احمد ارشاد سعید

په هوا کې اکسيجن شتون لري او انسان یې تنفس کوي، د همدې اکسېجن او هایدروجن له یو ځای کېدو اوبه او له اوبو بحرونه مینځته راغلي چې د انسان پرېمانه مقاصد پوره کوي. په دې ځمکه کې بېلابېلې میوې، حبوبات، او حیوانات شته چې انسان یې د خپل ژوند د بقا لپاره استعمالوي.

دې نړۍ کې لمر موجود دی چې زموږ سره د خوړو په برابرولو کې مرسته کوي، له همدې لمره شپه او ورځ راپیدا ده، رڼا یې زموږ د معیشت لپاره ځمکه راته روښانه کړې ده او ډوبېدو یې موږ ته د استراحت فرصت برابر کړی دی.

له همدې لمره ثانیې، دقیقې، ورځې، میاشتې او کلونه راپیدا دي، همدا لمر دی چې فصلونه مینځته راوړي.

کله چې انساني عقل په مادي برخه کې انکشاف نه و کړی، انسان د همدې ځمکې له آسونو او اوښانو د حمل او نقل لپاره استفاده کوله، بیا یې له همدې ځمکې اوسپنه راویستله، هغه یې وټکوله او موټر یې ترې جوړ کړ، د هغه د حرکت لپاره یې د همدې ځمکې تېل او له ونو  یې ربړ راویستل.

سره زر، سپین زر، یاقوت، لعل او مرجان او د الماس په څېر ګران بیه او زینتي معدنیات ټول په همدې ځمکه کې پراته دي.

تاسي چې پر خپل شاوخوا څومره شیان وینئ، خام مواد یې ټول له همدې ځمکې راایستل شوي دي.

نو آیا داسې نه ښکاري چې زموږ تر راتګ مخکې دې زموږ لپاره ځمکه تیاره او د ژوند قابله کړای شوې وي؟

یقیناً،

پر دې خبره د اوسني عصر پوهان هم قانع دي او وايي ځمکه د انسان تر راتګ مخکې انسان ته اماده شوې ده.

انګریز-امریکایي ریاضي پوه فریمن ډایسن وايي:

(زه چې څومره هم د نړۍ کتنه کوم او د جوړښت تفیصلات یې لولم، هغومره ډیر شواهد تر لاسه کوم چې ښيي نړۍ زموږ له راتګه خبره وه.)

[Disturbing the Universe]

سوال دادی چې دا نړۍ انسان ته په دومره نظم، ترتیب او باریکۍ چا اماده کړې ده؟

قرانکریم ددې سوال جواب په دې کلماتو راکوي:

(هُوَ الَّذِي خَلَقَ لَكُمْ مَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا)[۲۹، البقره]

((الله) هغه ذات دی چې ستاسې لپاره یې د ځمکې ټول شیان پیدا کړل)

او بل ځای وایي:

(هُوَ أَنْشَأَكُمْ مِنَ الْأَرْضِ وَاسْتَعْمَرَكُمْ فِيهَا فَاسْتَغْفِرُوهُ ثُمَّ تُوبُوا إِلَيْهِ)[۶۱، هود]

(همدا (الله) هغه ذات دی چې تاسې یې له ځمکې څخه پیدا کړي یاست او په دې ځمکه کې یې تاسې استوګن کړي یاست، نو تاسې له هغه څخه بښنه وغواړئ او د هغه لوري ته راوګرځئ.)

که فکر وکړئ نو پوه به شئ چې انسان دې نړۍ ته تصادفي نه دی راغلی، بلکې تر راتګ مخکې خالق تعالی ځمکه ورته اماده کړې او د هرې زمانې د ضروریاتو مطابق خام مواد یې په ځمکه کې ورته ایښي دي.

(ٱللَّهُ ٱلَّذِى جَعَلَ لَكُمُ ٱلْأَرْضَ قَرَارًا وَٱلسَّمَآءَ بِنَآءً وَصَوَّرَكُمْ فَأَحْسَنَ صُوَرَكُمْ وَرَزَقَكُم مِّنَ ٱلطَّيِّبَٰتِ ۚ ذَٰلِكُمُ ٱللَّهُ رَبُّكُمْ ۖ فَتَبَارَكَ ٱللَّهُ رَبُّ ٱلْعَٰلَمِينَ)

[۶۴، غافر]

(هغه خو همدا الله دی چې ستاسې لپاره یې ځمکه ارام ځای وګرځوله او پاس یې د اسمان ګنبده جوړه کړه، هغه ستاسې صورت جوړ کړ او ډیر ښکلی یې جوړ کړ، هغه تاسې ته د پاکو شیانو روزي درکړه، هماغه الله (چې دغه یې کارونه دي) ستاسې رب دی، الله د بې حسابه برکتونو څښتن دی، هغه د مخلوقاتو رب دی)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx