دیني، سیرت او تاریخ

د اسلامي حکومت له راتګ سره بايد مسلمانان څه وکړي؟!

حسان مجاهد

په قرانکريم کې د الله تعالی له لوري نازل شوي هدايات او لارښوونې د هرې زمانې له حالاتو سره برابرې وي، د اوس زمانې له حالاتو سره چې د الله تعالی د ارشاداتو مقایسه وکړو نو داسې ښکاري لکه نن چې قرآن نازل شوی وي.

د مکې سورتونو په منځ کې درې مدني سورتونه سورة(محمد)، سورة (فتح)  او سورة (حجرات) واقع شوي دي ځکه دغه درې سورتونه په خپل منځ کې يو قسم مناسبت او ربط لري هغه دا چې په سورة محمد کې الله تعالی له مؤمنانو سره د نصرت او ثبات وعده وکړه’’يَا أَيُّہَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا إِنْ تَنْصُرُوْا اللہَ يَنْصُرْکُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَکُمْ‘‘ …
ای مؤمنانو! که تاسې د الله تعالی د دين نصرت(جهاد)وکړ نو الله تعالی به ستاسې نصرت وکړي او قدمونه به مو محکم کړي او په دوهم سورة (فتح )کې الله تعالی مؤمنانو ته د جهاد د نتيجې او خپلې وعدې يادونه وکړه.
’إِنَّا فَتَحْنَا لَکَ فَتْحًا مُّبِيْنًا‘‘… بې شکه موږ تاته/ تاسې ته ښکاره فتح او کاميابي درکړه او په سورة حجرات کې الله تعالی مؤمنانو ته هغه څه بيان کړو چې له نصرت او کاميابۍ وروسته مسلمانان ورسره مخ کيږي.

کله چې نړيوالو کفري ځواکونو په افغانستان ظالمانه او تهاجمي يرغل وکړ نو افغان مؤمن ولس ته د الله تعالی حکم «إِنْ تَنْصُرُوْا اللہَ يَنْصُرْکُمْ» متوجه شو، مؤمنانو ورته لبیک وويل، په ځانو یې د زخم، شهادت، هجرت او اسارت غوندې سخت تکاليف ومنل، د کفارو مقابله يې وکړه ورسره يې الله تعالی قدمونه هم محکم کړل ورپسې الله تعالی خپله وعده« ’إِنَّا فَتَحْنَا لَکَ فَتْحًا مُّبِيْنًا»پوره کړه او د جهاد او قربانيو نتيجه او ثمره يې هم وروليده چې په افغانستان کې خپلواکه آزادي، اسلامي نظام، الهې نصرت او اسلامي حکومت ده خو له کاميابۍ وروسته هغه کارونه چې باید ترسره شي هغه د سورة حجرات په دې اياتونو کې بیان شو.

کله چي مسلمانان کفارو سره له جګړې فارغ شي نو طبعاً د بعضي مسائلو په سر کله ناکله اختلافات او په زړونو کې يو له بله بغض او کوږ والی رامنځته کيږي نو دا چې اتفاق، اسلامي اخوت او د مسلمانانو يووالی څومره مهم دی په اړه يې الله تعالی وويل:«إِنَّمَا الْمُؤْمِنُوْنَ إِخْوَۃٌ»… بې شکه مؤمنان سره وروڼه دي.

کله چې مسلمانان په سر د اقتدار راشي نو په بعض امورو کې له شرعې نظره خلاف وړاندې والی او تيزي کوي نو په اړه يې الله تعالی وويل:

’’يَا أَيُّہَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا لَا تُقَدِّمُوْا بَيْنَ يَدَيِ اللہِ وَرَسُوْلِہٖ وَاتَّقُوْا اللہَ۔‘‘ … ای مؤمنانو! د الله تعالی او رسول تر اجازې مخکې سبقت مه کوئ او له الله تعالی څخه وډار شئ!

د اميرانو په مخ کې بايد د خبرو کولو او اوريدلو انداز څنګه وي، تر مشرانو پورژ باید څومره په ادب او نرمه لهجه خپل پيغام ورسيږي او څومره بايد له زغم او صبر څخه کار واخیستل شي په اړه يې الله تعالی وويل:
’’إِنَّ الَّذِيْنَ يُنَادُوْنَکَ مِنْ وَّرَاءِ الْحُجُرَاتِ أَکْثَرُہُمْ لَا يَعْقِلُوْنَ‘‘ …
بې شکه هغه کسان چې تر حجرو/ خونو بهر يې تاته آواز او نارې کولې په دوی کې اکثره ناپوهان دي او ددې موضوع د لا ټينګښت لپاره يې وفرمايل: «وَلَوْ أَنَّہُمْ صَبَرُوْا حَتّٰی تَخْرُجَ إِلَيْہِمْ لَکَانَ خَيْرًا لَّہُمْ» او که دوی لږ وخت صبر کړی وای تر دې چې ته دوي ته راوتلی وای نو دا به د دوی لپاره ډير ادب او خير و.

نن ورځ ميډيا له يو لړ جنګي آلاتو څخه بلل کيږي نو ددې استعمال باید څه ډول وشي او د يو خبر په خپرولو کې بايد څومره له تحقیق او احتياط څخه کار واخيستل شي په اړه يې الله تعالی وويل:
’’يَا أَيُّہَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا إِنْ جَاءَکُمْ فَاسِقٌ بِنَبَإٍ فَتَبَيَّنُوْا أَنْ تُصِيْبُوْا قَوْمًا بِجَہَالَۃٍ فَتُصْبِحُوْا عَلٰی مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِيْنَ۔‘‘ …
ای مؤمنانو! که تاسې ته يو فاسق سړی په يو خبر راتګ وکوي نو تاسې ښه تحقيق کوئ تردې وړاندې چې تاسې يو قوم ته د نه خبرتیا له امله ضرر ورسوئ چې بیا به په خپل فعل پښيمانه ياست!

مسلمانان بايد نصرت او کاميابي خپل کمال ونه ګڼي بلکه دا د الله تعالی له لوري محض فضل وبولي’’ وَلَکِنَّ اللہَ حَبَّبَ إِلَيْکُمُ الْإِيمَانَ وَزَيَّنَہٗ فِيْ قُلُوْبِکُمْ وَکَرَّہَ إِلَيْکُمُ الْکُفْرَ وَالْفُسُوْقَ وَالْعِصْيَانَ‘‘ …
مګر دا يوازې الله ده چې تاسې ته يې ايمان خوښ ګرځولی ده او ستاسې په زړونو کې يې ورسره رغبت پيدا کړی ده او تاسې ته يې له کفر، فسق او عصيان څخه نفرت پيدا کړی ده ’’لِیَبْلُوَنِيْ أَ أَشْکُرُ أَمْ أَکْفُرْ‘‘ … او دا د الله تعالی له لوري زموږ ازموينه ده چې موږ د الله تعالی شکر ګذاره او که ناشکره يو.

که کله وخت د مسلمانانو ترمنځ  بعض تنازعات او افتراق رامنځته کيږي نو د مخنيوي لپاره يې بايد څه وشي؟ په اړه يې الله تعالی وويل: ’’ يَا أَيُّہَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا لَا يَسْخَرْ قَوْمٌ مِّنْ قَوْمٍ عَسٰی أَنْ يَّکُوْنُوْا خَيْرًا مِنْہُمْ‘‘ …’’وَلَا تَلْمِزُوْا أَنْفُسَکُمْ وَلَا تَنَابَزُوْا بِالْأَلْقَابِ‘‘ ..

’’ وَلَا يَغْتَبْ بَّعْضُکُمْ بَعْضًا‘‘ … ای مؤمنانو! بعض خلګ دي په بعض نورو استهزا نکوي ځکه نږدې ده چې هغوی تر دوی غوره وي او يو بل ته طعن او بد الفاظ مه کاروئ او بعض دې د بعضو نورو غيبت نه کوي.

که په اسلامي معاشره کې د نورو مذاهبو او اقليتونو خلګ وي له هغوی سره بايد څنګه چلند وشي، په اړه يې الله تعالی وويل:

’’يَا أَيُّہَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاکُمْ مِّنْ ذَکَرٍ وَأُنْثٰی وَجَعَلْنَاکُمْ شُعُوْبًا وَّقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوْا‘‘ …
ای مؤمنانو! موږ تاسې له يو نارينه او ښځې پيدا کړي ياست او تاسې مو مختلف خاندانونه او قبائل ګرځولي ياست، ددې لپاره چې يو له بله مو تعارف سره وشي.

په ټولنه کې کوم کسان د مرتبې او منصب حقدار دي؟ په اړه يې الله تعالی وويل:: ’’إنّ أَکْرَمَکُمْ عِنْدَ اللہِ أَتْقَاکُمْ‘‘ بې شکه د الله تعالی په نزد عزتمند په تاسې کې ډير پرهيز ګار ده.

دا ټول هغه څه دي چي بايد د مسلمانې ټولنې حاکمان او افراد يې د اسلامي حکومت او کاميابۍ وروسته عملي کړي ترڅو د داسې الهي ارشاداتو په نه منلو بیا خدای مکړه د نورو ازمايښتونو او مشکلاتو سره مخ شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x