ټولنیزه برخه

د مېړنيو کیسې نور کوي

حامد افغان

د عباسي خلیفه أبو العباس أحمد المعتضد بالله (242هـ/289) ځانکړی ساتونکی جعیف السمرقندي وایي: یوه ښکار کې له المعتضد سره وتلی وم، یوه ځنګله کې زه او دی له خپلو عسکرو ډېر لرې ولاړو، چې له یوه زمري سره مخامخ شوو، زمری زموږ خوا ته راروان شو، ما ته المعتضد وویل: جعیفه! نن توره کولی شې؟ ما ورته وویل: نه والله که یې کولی شم…

هغه راته وویل چې زه ورښکته کیږم، ته زما آس نیولی شې؟ مال هو، هغه له آس نه کوز شو، زیاتې جامې یې ماته راوغورځولې، لستوڼي یې بډوهل، جامې یې ورپورته او وټومبلې، توره یې وایستله او د زمري لور ته ورروان شو.

زمري چې غوټه پرې وکړه ده یې په توره د مخ پښه ووهله او ورنه پرې یې کړه، زمری په پښه اخته شو، ده په سر وواهه او په هغه ځای یې ختم کړ. دی زمري ته ورغی، په هغه یې توره پاکه کړه، زما لور ته راغی، آس ته وخوت او دواړه د عسکرو لور ته روان شوو.

جعیف السمرقندي وایي: زه له المعتضد سره د هغه د مرګ تر ورځې وم، په دومره موده کې ما هغه ونه لید چې چا ته يې دا د زمري وژلو کیسه کړې وي!! جعیف وایي: زه نه پوهیږم د المعتضد کوم شي ته تعجب وکړم!

د زمري وژلو زړورتوب ته؟!
د دې ستر کار هیچا ته نه ویلو ته؟!
او دې ته چې ما ته یې هم هیڅ ونه ویل؟!
البداية والنهاية المجلد ١١ أحداث سنة ٢٨٩

د مېړنيو کیسې نور کوي، دوی یې پخپله نه کوي، لکه د المعتضد کیسه چې جعیف راته وکړه، پیاوړي او د کار خلک هم د المعتضد غوندې خاموش وي، خپلې کیسې نه کوي د دوی کړنې او کارنامې یې نکلونه کوي. هوکې! مېړني نکلونه جوړوي، د #چاپلوسانو له خولو خپل رښتیا و دروغ ستاینو ته خوله جینګه جینګه نه کوي…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx