افغانستان

ملي بس شرکت په کابل ښار کې ۱۰۰ بسونه فعال کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ سلواغه، ۱۴۰۰ل): ملي بس شرکت د کابل ښار په درې لینونو باندې د ۱۰۰ بسونو په توظیف کولو سره یوځل بیا د خپل فعالیت اعلان وکړ.

په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت نن د چهارشنبې په ورځ جوړه شوې وه، د ملي بس شرکت رئیس مولوي محمدایوب  وویل، خوښ دی چې له څه ځنډ وروسته د ملي بس دولتي شرکت د کابل ښار په درې لینونو کې خپل فعالیت پیلوي. نوموړي خلکو ته ددې شرکت چوپړتیاوې مهمې وبللې او څرګنده یې کړه چې همدې اصل ته په کتو د افغانستان اسلامي حکومت پرېکړه وکړه، ترڅو دغه  دولتي شرکت خپل فعالیت پيل کړي او خلک یې له آسانتیاوو څخه ګټه پورته کړي.

مولوي محمدایوب خلکو ته د وینا پرمهال ددې شرکت ټول وسائل د بیت المال وبلل او له هغوی یې غوښتنه وکړه چې په ساتنه او څارنګه کې یې خپل مسئولیت اداء کړي.

 د ملي بس دولتي شرکت په ۱۳۴۰ کال کې د شرکت سرویس په نامه د ترانسپورټي خدمتونو د وړاندې کولو په مقصد خپل فعالیت پیل کړ، چې وروسته د ملي بس د تصدۍ په نامه ونومول شو.

باید وویل شي چې د ملي بس دولتي شرکت بسونه له څه مودې راهیسې د تخنیکي ستونزو له امله له فعالیته لویدلي وو، چې په وروستیو کې یو شمېر پرزې له هندوستان څخه راوړل شوې او تراوسه ۱۰۰ بسونه فعال شوي چې د نورو بسونو د فعالولو هڅې هم د دې شرکت د تخینکی ټیمونو لخوا څخه روانې دي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

له یو زرو بسونو څخه ۱۰۰ فعاله شوی کومه غټه خبره نده خو بیا هم د انګریزانو خبره Something is better than nothing مفته مشوره: د ډاکتر نجیب په وخت کی برقی ملی بسونو فعالیت درلود چی دریوران یی ټولې ښځی وې. داخلی جنګونو د برق پایی په داخل د ښار کی ویجاړې کړی ډیری پایی د کباړیانو مجاهدینو لخوا لکه د جنګلک د فابریکی د ماشینینو په رقم پاکستان ته کباړ شوې. کچیری امارت پر هغی پروژی باندی د چک یا بالغاریا هیوادونو سره په پانګونی خبری وکړی هغه پروژه به ډیره اقتصادی او ګټه وره وی ځکه چی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x