افغانستان

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر: په سنګر کې مات شوی دښمن به په سیاسي ډګر کې هم ماتیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر مولوي خیرالله خیرخواه وايي، لکه څرنګه چې یې د الله تعالی په مرسته خپلو غلیمانو ته په سنګر کې ماتې ورکړې همداسې به یې په سیاسي ډګر کې هم ماتوي.

د باختر خبري آژانس د راپور له مخې نوموړي دا څرګندونې تیره ورځ د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې یوې سترې ولسي غونډې ته د وینا پرمهال کړي او په افغانستان کې یې د نړیوالو ښکېلاکګرو ماتېدل او د هېواد ګوټ ګوټ ته د خلکو ډاډه سفر کول یې د ویاړ ځای بللی دی.

خیرخواه په افغانستان کې حاکم نظام د خلکو نظام یاد کړی او ټینګار یې کړی چې د اسلامي حکومت ټول مسئولین به د ولس خدمت کوي.

د  اطلاعاتو او فرهنګ وزیر په هېواد کې د بشپړ امنیت ترڅنګ د ځینو ستونزو شتون لنډ مهالی بللی؛ خو په خبره یې ځینې بهرنۍ کړۍ غواړي دغه ستونزې غټې معرفي کړي.

د بهرني اشغال پرضد تیره شل کلنه مبارزه کې د ولسونو قربانیو ته په اشارې نوموړي دغه قربانۍ ستایلي او هغوی ته یې د دعا ترڅنګ ویلي، چې اوس د افغانانو قربانیو رنګ راوړی او هېواد خپلواک شو.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر دغه راز خلک یووالي او ورولۍ ته رابللي او غوښتنه یې کړې چې باید د فرهنګي میراثونو په ساتنه کې ددوی له وزارت سره مرسته وکړي.

باید وویل شي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر مولوي خیرالله خیرخواه له تیرو څو ورځو راهیسې کندهار ته د سفر په ترڅ کې ددې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسئولینو ترڅنګ له ګڼ شمېر فرهنګیانو او نورو خلکو سره لیدنې او ملاقاتونه کړي او ټاکل شوې ده چې په راتلونکو ورځو کې یو شمېر نورو ولسوالیو ته هم سفر وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sayed

مولوي صاحب ګله خپه کېږه مه، خو د باجوه، خليلزاد + امريکا په يو درې اړخيزه معامله کې رامينځته شوی يې. کاشکې چې خليلزاد خو داسې يوه ښه څېره وای. همدا اوس که د پنجاب ملاتړ درڅخه بس شي، نو څه فکر کوې چې د تېر په څېر له ورته برخليک سره به مخ نه شې؟
که ډېر پر ځان باور لرې، نو ولې له ټاکنو تښتې؟
خدای دې وکړي چې ويې ګټئ او موږ به په هم په پوره ايماندارۍ درته مبارکي ووايو چې مبارک مو شه.

طوطی

مولوی صیب: داسی خبرو سره نړی سره تعاملات نشی پیدا کولی. لږ ګریوان ته سره ټیټ کړه د قطر د دفتر خرڅ، ستاسو هلته میاشتنی ډالری معاشونه… دا مو له کومه کول؟ بیا تاسو سره چا مقاومت وکړ؟ هر څه مو په مفته لاسته راوړل. همدا اوس کچیری یو وار بیا B-52 درباندی راخوسی شی بیا مو عقب نشینی چیری ده؟ تر اوسه پوری ستاسو کورونه په پاکستان کی دی ندی؟ دا خبری کومه ګټه نلری، ته یی زمری، ته یی تریالی خو اوس نر شه د کوم یتیم اوښکی دی پاکی کړی؟ په میلونونو مهاجر همدا اوس در په… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x