
شعـــــرونه
د مسلمان دستور/ صديق
عمر صديق
د مسلم ولس قرآن همېش دستور وي
د اسلام سپېڅلی دین یې خپل کلتور وي
د کافر له ها بدرنګ رواج نفرت کړي
شریعت یې د ژوندون ښکلی منشور وي
مسلمان د خپل نبي پر قدم پل ږدي
مسلمان کې چې لږ عقل او شعور وي
په اخلاص چې څوک شهید سي په جهاد کې
ځي جنت ته رب یې وبخښي مغفور وي
په محشر کې به افسوس نکړي ها څوک چې
څوک چې دین باندې قربان په وینو سور وي
لاس نیوی یې کړه په مینه په اخلاص تل
مسلمانه څوک چې ستا لاس ته مجبور وي
هرصفت د رب عطا وي ای شاعره
هر صفت کې عاجزي ډیره ضرور وي
د عمرصدیق ملګرو شاعرانو
زمونږ شعر کې باید ښه تصویر انځور وي