افغانستان

کندز: طالبانو چهاردره کې د اربکيانو درې پوستې نيولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۱۶مه ۱۳۹۳ل): دکندز ولايت چهاردرې ولسوالۍ کې طالبانو د اربکيانو پر پوستو ډله ييز وسله وال بريدونه کړي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې ويناپاڼه کې څرګنده کړې، چې د دوی ملګرو پرون سهار اته بجې د چهاردرې ولسوالۍ يتيم سيمه کې د اربکيانو پر پوستو ډله ييز بريدونه پيل کړل، چې د ماپښين تر ناوخته يې دوام وکړ او نتيجه کې يې د اربکيانو درې پوستې د طالبانو لاس ته ورغلې.

مجاهد زياتوي، چې نوموړې جګړه کې درې اربکيان وژل شوي، څلور يې ژوندي نيولي او ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې يې هم ترلاسه کړي دي.

د يادونې وړ ده، چې د هېودا شمال کې کندز هغه ولايت دی، چې د طالبانو خوځښت او فعاليتونه پکې ډېر دي او وخت پر وخت پکې پر بهرنيو او کورنيو عسکرو او دولتي تاسيساتو بريدونه او چاودنه کوي.

ځايي خلک وايي، چې د سيمې ډېرې اوسيدونکي خپلې ستونزې او شخړې د طالبانو محکمو ته وروړي او پر هغو يې حل و فصل کوي.

د بي بي سي خبريال بلال سروري څه مو ده وړاندې په خپل يو راپور کې ويلي و، چې خلک ځکه د دولتي محکمو پر ځای خپل شکايتونو او ستونزې د طالبانو قاضيانو ته وروړي، چې دولتي قاضيان کومه قضيه په کلونو کې نه حلوي، طالبان يې د څو اوونيو په ترڅ په عادلانه توګه حل و فصل کوي.

سروري د ولسي خلکو له خولې ليکلي و، چې دولتي قاضيان ترې د يوې وړې قضيې لپاره هم زرګونه ډالر غواړي، چې د ډېرو خلکو له وسه وتلي وي او طالبان بيا همدغه قضيه په لنډ وخت کې او له هر ډول مصرف پرته حل و فصل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x