افغانستان

پروان کې د برېښنا د یوې ستنې د الوزولو هڅه شنډه کړل شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ سلواغه، ۱۴۰۰ل): امنیتي ځواکونو په پروان کې د برېښنا د یوې ستنې د الوزولو هڅه شنډه کړې ده.

باختر خبري آژانس د استخباراتي سرچینو په حواله خبر ورکړی چې ورانکارو تیره ورځ د پروان ولایت جبل السراج ولسوالۍ کې «پای مزار» کلي کې د ګلبهار ـ پنجشیر پر لویه لاره د برېښنا په یوې ستنې کې ماین ځای پرځای کړی وو.

په خبر کې ویل شوي چې امنیتي منسوبینو د خلکو په همکارۍ دغه ماین کشف او د چاودنې مخه یې ونیوله؛ خو تراوسه یې له دې پېښې سره په تړاو څوک نیولي نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پخواني رژیم پرمهال کابو هره اونۍ په پروان ولایت کې د برېښنا یوه ستن الوزول کېده؛ خو د اسلامي حکومت په راتګ سره ددې پېښو کچه صفر ته راټیټه شوې ده.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

پخوا خو طالبانو هم پدی کار کی لاس لرلو خو اوس طالبان باید دا درک کړی چی څومره بد کار دی عامه تاسیساتو ته زیان رسول. حکومت دی باید هغه کس پیدا کړی چی د برق پایی ته یی ماین کیښود او هماغه ماین دی د هغه پر بدن وتړی او انفجار دی ورکړی ترڅو آینده کی نور داسی زشت عمل ته زړه ښه نکړی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x