افغانستان

کابل کې د خبریالانو او رسنیو د فدراسیون دویمه غونډه ترسره شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د خپلواکو رسنیو او خبریالانو فدارسیون په کابل کې خپله دویمه غونډه ترسره کړه او د خبریالانو او رسنیو په فعالیتونو او په دې لاره کې پرتو خنډونو په اړه یې خبرې او بحثونه وکړل.

دغه غونډه چې پرون د چهارشنبې په ورځ(۶ سلواغه) جوړه شوې وه په ترڅ کې یې د تیرې غونډې پرېکړې وڅېړل شوې او د فدراسیون د تشکیلاتو د تعدیل کمیټې خپل کاري راپور او د اساسنامې د تعدیل طرحه د رسنیو استازو ته وړاندې کړه.

د غونډې ګډونوالو خبریالانو ټینګار وکړ چې رسنۍ باید د پخوا په څېر خپلو فعالیتونو ته دوام  ورکړي او په دې لاره کې شته ستونزو ته د حل لار ولټول شي.

په دغه مهال د آزادو خبریالانو د ټولنې مشر او د نوموړي فدراسیون غړي حجت الله مجددي په تشکیلاتو رامنځته شوي تعدیلات د روڼتیا لپاره مهم وبلل او ټول یې وهڅول چې په پوره صداقت سره خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې د پخواني رژیم له سقوط وروسته د خبریالانو او د رسینو د فدارسیون دا دویمه غونډه ده چې په کابل کې ترسره کیږي. تردې وړاندې داسې اندېښنې وې چې ښايي د افغانستان د اسلامي حکومت چارواکي به د رسنیو د ټولنو په وړاندې ننګونې رامنځته کړي؛ خو حکومتي مسئولینو په بیا بیا خبریالانو او د رسنیو استازو ته ډاډ ورکړی چې په پوره اطمنان سره لکه د پخوا په څېر خپلو کارونو ته دوام ورکولای شي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

نن په افغانستان کی داسی حاکمان پرقدرت دی چه نه غوږونه لری نه سترګی نه دملت لوږه وینی نه ددنیااوملت واویلااوری الله دی له دی جاهلانونجات وملک ته ورکی.عبدالواحداڅګزۍ

شالو

اسکزیه ناځوانی مکوه

طوطی

اڅکزیه: ته خو حقانی ملا وې اوس دی ولی خوا بده ده؟ لکه چی کومه چوکی نده درسیدلې. حقیقت خو وایی خو پدی هم پوه شه چی حقیقت ویل په هر چا ښه نه لګیږی.

ورک ځاځی

دا شل کاله تاسو ړانده او کاڼه وى سره د ټولو صحولتونو سره انشاالله چى حالت تر هغه ډير بهتره ده. او نور به هم د وخت په تېرېدو سره ښه سى ځکه چې ملا صاحبان وجدان لرى برعکس تاسو ته چى د خپل څنګ نورزيو نه هم نه خبريدى نور افغانان خو پريږده.

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x