
افغانستان
دایکندي کې د موټر چپه کېدو له امله ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله رسېدلې
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ سلواغه، ۱۴۰۰ل): په دایکندي ولایت کې د یو مسافر وړونکي موټر چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.
د باختر خبري آژانس د راپور له مخې دا پېښه تیره ورځ د دایکندي ولایت مرکز «نیلي» کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې یو فلاینګ کوچ موټر له سړک څخه واووښتلو او چپه شو.
د موټر چپه کېدو په دغه پېښه کې ۳ تنه مړه شوي او د درې میرمنو په ګډون ۸ تنه نور ټپیان دي، چې په ټپیانو کې د ۶ حالت نازک ښودل شوی دی.
د افغانستان په مرکزي ولایاتو کې د خرابو لارو، واورې اورښت او د موټر چلوونکو بې احتیاطي له امله زیاتره ترافیکي پېښې رامنځته کیږي.