ادبي لیکني

چینه؛ د افغان ادبي بهیر په لور!

دادمحمد ناوک

افغان ادبي بهیر د روسانو پر وړاندې له مبارزې راهیسې په افغان کلتور او ادب کې د هغه ادرس نوم پاتې شوی، چې د اصیل ادب لپاره يې کار کړی او د لویو شاعرانو او استادو ادیبانو ځای پاتې شوی دی.
وړم کال د کرونا له خپرېدو سره دا ادرس وتړل شو، خو تر دې تړل کېدو یو کال وړاندې زموږ ملګرو «ادبکده» د ادبي بحثونو لړۍ را پیل کړه، چې په دوو اونیو کې به یو ځل را ټولېدلو او له نورو فرهنګي غونډو متفاوت به دلته پر ادبي مسائلو په رښتینې معنی ازاد بحث کېده؛ خو د ملګرو بوختیاوو او د کرونا ویروس زموږ دا ادرس هم وتاړه، چې لا هم تر اوسه سره را منظم شوي نه یو.

پرون د ملي راډیو تلویزون په تالار کې په زړه پورې مشاعره برابره شوې، چې د لوړ پوړو مسؤلینو تر څنګ نږدې د هر ذوق شاعرانو برخه اخیستې وه؛ چې زموږ پرې د یادو ادبي ادرسونو تنده ماته شوه او دا ابتکار د ملي راډیو تلویزون رییس ښاغلي احمدالله وثیق کړی و، چې له مېلمه پالنې او ستړیو يې باید مننه وشي.

مشاعره کې یوه ملګري یادونه کړه چې دا د ادب لپاره ښه زېری دی، چې دلته عـ.لمـ.ا کرام هم برخه‌وال دي؛ دا ځوان نوی له ادبي جریانونو سره بلد شوی و او په زړه پورې ترنم يې وکړ، خو دا زېری يې ناوخته کړی و 🙂

ما د فیسبوک په پخوانیو ادرسونو کې یوه لړۍ شروع کړې وه، چې مـ.لا صاحبانو د پښتو ادب لپاره څومره هڅې کړې، حتی زموږ لومړني سرلاري همدا عـ.لمـ.ا کرام یا هم د دوی اولادونه پاتې شوي دي، زما برداشت دا و، چې رښتیا هم د تېرو دوو تورو لسیزو نسل له دیني حلقې قصداً لرې ساتل شوی دی، دوی د مبارزې د اړخ ادبیات نه دي لوستي او دا شل کاله د عـ.لمـ.ا کرامو پر ضد پروپاګند ذهناً ګډوډ کړي دي. دوی نه د «مورچل» په درو کې د ادبیاتو زور لیدلی، نه يې «شهامت» کې د حماسو شرنګ اورېدلی او نه يې هم د مبارزې د اړخ د پیاوړو شاعرانو هنري «څرک» لیدلی دی، حتی همدا ادرسونه د زنداني کېدو لپاره کافي ګڼل کېدل.

ځکه خو داسې غونډې زموږ د ځوان کهول سترګې خلاصوي او پر دې يې باوري کوي چې همدا ځوانان چې د مرمیو په اور کې يې سینې سپر کړې وې، داسې نه و، چې د مړوند له خوبه خبر نه و؛ یا يې د ګودر د خنداګانو تر شا سوی ارمان نه درلود.
د مشاعرې په پای کې د بهرنیو چارو محترم وزیر صاحب خبرې د روانو جریاناتو په اړه د ځوانانو سترګې خلاصې کړې، له بده مرغه یو څه د کارونو بې شمېره بوختیا او بېروبار او بل د مشرانو لوړ اهداف د دې خنډ شوي چې د لوړپوړو مسؤلینو او عامو ځوانانو تر منځ فاصله ډېره شوې، یوازې همدې څو دقیقو خبرو د ګڼو ځوانانونو بې شمېره پوښتنې حل کړي او ځینې خو وازه خوله پاتې و، چې تر اوسه ولې دې نقطو ته چا ور پام کول نه!

د ملي راډیو تلویزون د مسؤلینو دې کور ودان وي، خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت پر مسؤلینو او همدارنګه د راډیو تلویزون د هنري برخې پر مسؤلینو دا غږ کوم، چې که دا لړۍ روانه ساتي نو هم ښه ده چې د « افغان ادبي بهیر» نوم ورکړي او که امکان وي، زموږ تږيو فرهنګیانو ته د اطلاعاتو او کلتور وزارت تالار کې بېرته « افغان ادبي بهیر» را پیل کړي، دا ادرس ځوانان راټولوي، له هنري رکوده مو ساتي او د اصیل هنري ارزښت د بیا پېژندنې زمینه برابروي!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x