شخصیتونه

ابونصر فارابي

خالقیار احمدزی

ابو نصر محمد بن طورخان په ۲۵۹/۲۶۰ق کال کې د ماوارء النهر په فاراب کې زیږیدلی دی.
پلار یې د سامانیانو د عسکرو مشر وه .
هغه له خپلې سیمې بغداد ته ولاړ،عربي یې زدکړه او د ابوبشر متی بن یونس قنایي څخه چې ارسطو پلوی فیلسوف وه،درسونه وویل.
بیا یې په “حران” سیمه کې له “یوحنبان حیلان” څخه څه منطق زدکړل او بیرته بغداد ته ولاړ او پاتې فلسفي علوم یې تکمیل کړل.

هغه د “الجمع بین رأی الحکیمین” په نامه یو کتاب،چې د ارسطو او افلاطون نظریات یې سره پخلا کول ،هم ولیکه.
د سیاست په برخه کې یې د “السیاسة المدنیة”،یو کتاب یې د اخلاقو په برخه کې وکاږه او ګڼ نور…..

فارابي د توحید د اثبات عقیدې په برخه کې د “فصوص فی الحکم” کتاب ولیکه چې زیاتره یې فلاسفه و په اصولو تکیه کړې ده.
د فارابي په نظر ؛د فلسفې موخه د خالق پیژندنه ده چې مخلوق یې پیدا کړي.
نوموړی په علم موسیقي او شاعري کې فوق العاده مهارت درلوده او د موسیقي د ځینو آلاتو مخترع هم ګڼل کیږي.
فارابي د شعر ماهیت او تشخیص په اړه د “في قوانین صناعتین الشعراء” په نامه یوه اغیزناکه رساله هم ولیکله .
د نوموړي په هکله ویل کیږي ،چې په هر فن د علومو کې یې بشپړ مهارت او پوره وړتیا درلوده ،په ځانګړې توګه یې په فلسفه او منطقو کې پرمختګ یادولای شو،چې همدا لامل شوه ،څو نوموړي ته د دوهم معلم لقب ورکول شوی دی .

هغه په ۳۳۹ق کې په دمشق کې وفات شو
سرچینه :دایرةالمعارف،لومړی ټوک ۱۷۶مخ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx