افغانستان

برېښنا شرکت له ترکمنستان او «چالیک» ترکي کمپنۍ سره د انرژۍ د پراختیا تړون لاسلیک کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د برېښنا شرکت، ترکمنستان او د ترکیې هېواد «چالیک» کمپنۍ ترمنځ د څلورو ورځنیو مذاکراتو پایله کې د انرژۍ د پراختیا یو تړون لاسلیک شو.

دا تړون چې نن د پنجشنبې په ورځ کابل کې لاسلیک شو له مخې به د ترکمنستان انرګو شرکت په هرات ولایت کې د نورالجهاد سب ستیشن ته له ۱۱۰ کیلو ولټ څخه ۲۲۰ کیلو ولټ ته پراختیا ورکوي، چې له امله به یې د هېواد په لویدیځ کې د برېښنا د کمښت ستونزه تر ډیره حل شي.

د برېښنا شرکت ویاند حکمت  الله میوندي لخوا رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ددغه تړون د لاسلیک پرمهال د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست مولوي عبداللطیف منصور د ترکمنستان هېواد «ترکمن انرګو» او «چالیک» ترکي کمپنۍ له استازو مننه وکړه او زیاته یې کړې یې ده چې ترکمنستان تل د افغانستان په اړه ښه نیت څرګند کړی. نوموړي دغه راز په راتلونکي کې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ په انرژۍ او نورو برخو کې د دوامداره همکارۍ او د یاد هېواد د لازیاتو اقتصادي پروژو د پلي کولو هیله څرکنده کړې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغانستان او پاکستان لپاره د ترکمنستان د نړیوالو پروژو رئیس «مراد آرتیکوف» د برېښنا شرکت له میلمه پالنې مننې ترڅنګ په تیرو څلورو ورځو کې یې د افغانستان+ترکمنستان+چالیک ترکي کمپنۍ ترمنځ درې اړخیز مذاکرات اغیزناک وبلل.

ددغو مذاکراتو په ترڅ کې د ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لیږدونکي مزي (TAP)پروژې په اړه هم د بحث  او خبرو سربیره د افغانستان د برېښنا شرکت د اجرائیوي مشر حافظ محمدامین فاروقي او اوبو انرژي سرپرست وزیر له لورې ټینګار وشو چې د شبرغان – دشت الوان ۵۰۰ کیلوولټ مزي کار باید ژر تر ژره بشپړ شي ترڅو وکولای شو چې له ترکمنستان هېواد څخه کابل او نورو ولایتونو ته د برېښنا د نښلولو آسانتیا رامنځته شي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په اوس مهال کې له ترکمنستان سربیره تاجکستان او ازبکستان څخه هم برېښنا واردوي، چې بیا هم د هېوادوالو او صنعتي فابریکو اړتیا نه شي پوره کولای.

د چارو شنونکي په دې باور دي ترڅو چې افغانستان په کور دننه د برېښنا بندونه او د انرژۍ نور طبیعي موارد په کار وانه چوي، له بهرنیو هېوادونو څخه واردېدونکي انرژي د هېواد پرځان بسیا کولو مزل لاهم اوږد کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx