روغتیا

افغانستان کې د اومیکرون د تشخیص آلات نشته، خو کارپوهان وایي ددغې بڼې نښې موندل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ سلواغه، ۱۴۰۰ل): په افغانستان کې د کووید-۱۹ اومیکرون بڼې د تشخیص کیټونه او اسانتیا نشته خو کارپوهان وایي ددغې بڼې نښې په کابل ښار کې موندل شوي دي.

د روغتیا مسئولین او د کرونا د درملنې روغتونونو ډاکټران وایي چې په یو شمېر ناروغانو کې یې هغه نښې موندلي چې د اومیکرون بڼې لپاره ښودل کیږي.

دوی وایي په هغو ناروغانو کې چې د کرونا معاینات یې مثبت راغلي، د اومیکرون نښې لکه د عضلاتو درد، تبه، د شپې خوله راتلل او ډیره سستي لیدل شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت پخواني سلاکار ډاکټر بازمحمد شیرزاد پژواک خبري اژانس ته ویلي چې ګاونډيو هېوادونو ته د افغانانو زیات تګ راتګ له امله په افغانستان کې د کرونا نوې بڼې پېښې شتون لري.

نوموړي زیاته کړې، «د تېر په څېر ددغه ویروس د تشخیص لپاره د امکاناتو فعال څارنې نه لرلو له امله موږ دقیقې شمېرې نه لرو چې د اومیکرون تثبیت کړي خو په هېواد کې اومیکرون شته دی».

بل لوري ته ډاکټران په دې باوري دي چې د اومیکرون نښې لرونکي ناروغان وخیم حالت ته نه ځي او د مړینې شمېر یې هم کم دی، ددغو ناروغانو تر ډیره روغتون کې بسترېدو ته اړتیا هم نه لیدل کیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان له دې وړاندې څرګنده کړې وه چې د اومیکرون بڼه د نورو هغو په پرتله چټکه خپریدونکې ده خو ګواښونکې نه ده او خلک دې ویره نه لري، په ځانګړي توګه هغه کسان چې واکسین شوي له خطره پاک دي.

بل لوري ته په کابل کې د کرونا د تشخیص واحد روغتون افغان-جاپان مسئولین هم مني چې په ناروغانو کې د اومیکرون نښې شتون لري، خو ددوی په وینا د تشخیص د امکاناتو نه شتون له کبله دقیقې شمېرې نه لري.

د عامې روغتیا وزارت د خدمتونو وړاندې کولو برخې مرستیال ډاکټر عبد الباري عمر په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې په بېلا بېلو ولایتونو کې د تشخیص ۲۶ لابراتوارونه د کرونا تېرو بڼو د تشخیص توان لري خو د اومیکرون لپاره د کیټونو نه شتون ددې شمېر هم نامعلوم کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx