نړۍ

د ډيويډ کېمرون حکومت له ګواښ سره مخ دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۱۶مه ۱۳۹۳ل): د بريتانيا استعفا ورکوونکې وزيرې « سعيده وارثي » ويلي، چې کيدای شي د ډيويډ کيمرون د وزيرانو شورا يو بل وزير هم لنډ وخت کې له خپلې دندې استعفا ورکړي، چې دې سره به د ډيويډ کيمرون حکومت له يو شمېر سياسي ګواښونو سره مخ شي.

سعيده وارثي د بريتانيا د وزيرانو شورا کې لومړۍ مسلمانه وزيره وه او د فلسطين په اړه د خپل حکومت د پاليسۍ پر ضد يې له خپلې دندې استعفا ورکړه.

نوموړې وايي، چې د بريتانوي حکومت پاليسي ډېره ګونګه او شرموونکې ده او بريتانيا تر اوسه د غزې په اړه پرېکنده پاليسي نلري او اسراييلو د يوې مياشتې په ترڅ کې نژدې ۲۰۰۰ بې دفاع فلسطينيان ووژل او لس زره يې ټپيان کړي، مګر د بريتانيا حکومت تر اوسه هم داسراييلو دا کړنه نه ده غندلې او دا کار به د لومړي وزير ډيويډ کيمرون حکومت له ګڼو سياسي او ټولنيزو ستونزو سره مخ کړي.

يو شمېر شننونکو د سعيده واثي د استعفا په اړه په خپلو غبرګونونو کې وويل، چې نوموړې مسلمانه ده، نو ځکه يې د غزې مسلمانانو سره د خواخوږۍ له امله استعفا ورکړه؛ مګر آغلې وارثي وايي، چې کله دا د يوې سياسي او اقتصادي قضيې په اړه خبرې کوي، نو خلک يې د خپل « کنزرټيو»  محافظه کاره ګوند فعاله غړې بولي، مګر کله چې د نړيوالې قضيې په اړه خبرې کوي، نو خلک يې بيا مسلمانه بولي.

بريتانيا کې د کارګر ګوند مشر «ايډورډ ميليبنډ» د آغلې وارثي استعفا ستايلې او پر ډيويډ کيمرون يې نيوکه کړې، چې د غزې په اړه يې کړنلاره غير اخلاقي ده او د اسراييلو پلوي کوي.

سعيده وارثي ټيليګراف ورځپاڼې سره په خپلو خبرو کې وويل، چې نوموړې داسې يو بل وزير هم پيژني، چې د غزې په اړه د ډيويډ کيمرون له پاليسي سره مخالف دی او له خپل حکومته په دې خوابدی دی، چې پر غزه د اسراييلو بريدونه نه غندي او نه هم د ولسي بې دفاع خلکو لپاره څه خبره کوي.

وارثي وويل، چې نوموړی وزير به هم ډېر ژر له خپلې دندې استعفا ورکړي.

وارثي د نوموړي وزير هويت څرګند نه کړ او نه يې د هغه د وزارت نوم واخيست.

د بريتانيا د لومړي وزير مرستيال هم د سعيده وارثي د استعفا دغه پرېکړه ستايلې او له لومړي وزير ډيويډ کيمرون څخه يې غوښتنه کړې، چې اسراييلو سره د وسلو سوداګريز تړون لغوه کړي؛ ځکه چې اسراييل د دوی په وسلو ولسي وګړي وژني.

وړمه ورځ هم يوې بريتانوۍ ورځپاڼې «انډيپينډينټ» د يو شمېر کره اسنادو له مخې ليکلي و، چې اسراييل د بريتانوي وسلو تر ټولو ستر سوداګر هېواد دی او اسراييل په ګرده نړۍ کې د بريتانيا جوړې شوې وسلې خوښوي او پر غزه د فلسطيني ولس پر ضد هم ډېری کارول شوې وسلې د بريتانيا جوړې شوې وسلې دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x