ورزش

افغان نولس کلنې سریلانکا ته په زړه پورې ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته ووتله

نن ټکی اسیا (جمعه، ۸ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د افغانستان نولس کلنې لوبډلې سریلانکا نولس کلنې ته د نړیوال جام په کواټر پایلوبه کې د کمو منډو په دفاع کې په زړه پورې ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته یې لار وموندله.

افغان لوبډلې چې په دغه لوبه کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو یوازې ۱۳۴ منډې جوړې کړې وې، د توپ اچونې په مرسته سریلانکا ته یوازې د ۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

په افغان توپ وهونکو کې عبد الهادي ۳۷، نور احمد ۳۰ او الله نور پنځه ویشت زیاتې منډې وکړې.

په توپ اچونه کې ټول افغان لوبغاړي ښه وځلیدل، په ځانګړې توګه بلال سمیع، نوید ځدران او نور احمد غوره کارکردګي وښوده.

بلال سمیع ۲، نوید ځدران، نور احمد، اظهار الحق او ننګیالي خروټي یوه-یوه ویکټه واخیسته.

افغان نولس کلنه لوبډله به د نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې د فبروي په ۱ نېټه د سه شنبې په ورځ د انګلستان نولس کلنې سره مخامخ کیږي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx