نظــر

په دولت کې د ملت ونډه!

عبيدالله سهاک

په دولت کې د ملت ونډې ته سیاسي بشري حقوق وایي.

سیاسي بشري حقوق یوازې د یو دولت اتباعو پورې اړوند دي، په یو هېواد کې د بهرنیانو لپاره دغه ډول حقوق نه شي اعاده کېدای.
همدارنګه له سیاسي بشري حقوقو څخه ټول ملت ګټه پورته کوی شي، یوازې د یوه سمت، قوم، د یوې ژبې ویوونکو او یوه مذهب لرونکو لپاره نه شي مطرح کېدای.

سیاسي بشري حقوق زیات ډولونه لري، چې یو له هغو څخه  د سوله ییزو غونډو، اعتصابونو او لاریونونو حق دی.
ملت حق لري، چې سوله ییز لاریونونه وکړي، دغه حق په اسلام کې د بیان له ازادۍ څخه نشأط کوي.

که چېرې دولت د خپل ملت د ارادې خلاف تګلاره غوره کوي، دولت خپلو مسؤلیتونو ته پاملرنه نه کوي، دولت پر ملت خپلې پالیسۍ د زور او جبر له لارې تحمیلوي، دولت د ملي ارزښتونو په برخه کې د ملت رایې ته ارزښت نه ورکوي… نو په دغسې یو ډول حالت کې ملت ددې حق لري، چې مظاهرې، غونډې او اعتصابونه وکړي.

په نړۍ واله سطحه مظاهرې یا لاریونونه د حکومتونو پر وړاندې ستره ننګونه ده. حکومتونه د لاریونونو د کنټرول لپاره یو لړ شرطونه او تګلارې لري، زموږ نافذه قوانین هم د لاریونونو په اړه روښانه تګلاره لري، مثلاً لاریون کوونکي باید تر ۲۴ساعتونو دمخه امنیتي ارګانونه په جریان کې پرېږدي، لاریون کوونکي باید د نظامي بنسټونو تر څنګ له لاریون څخه ډډه وکړي، د لاریون پر مهال له ورانیو څخه ډډه وشي، لاریون کوونکي باید له مسلحانه حرکاتو ډډه وکړي، اخلاقي قواعد مراعات شي، د صحي مرکزونو تر څنګ له لاریون څخه منع وشي او بالآخره د لمر له پرېوتو تر لمر ختو پورې باید له لاریون څخه ډډه وشي.

سیاسي بشري حقوق نورو برخو ته هم وېشل کېږي، لکه د تابعیت لرلو حق، د سیاسي ګوندونو او ټولنو جوړولو حق، د ټاکنو حق، د دولتي دندو د اشغال حق، د مشورې ورکولو حق، د عزلولو حق او د څارنې حق.

د حکومتولۍ لپاره ذکر شوي سیاسي بشري حقوق نن ورځ په نړيواله کچه پېژندل شوي اصول دي.
یاد حقوق په اسلام کې کومه ستونزه نه لري، اسلامي احکام که په نورماله فکر او پرته له کومې عُقدې تحلیل شي؛ نو پورته یاد شوي حقوق نه یوازې دا چې په شریعت کې کومه ستونزه نه لري؛ بلکې ډېر داسې مثالونه به ووینو، چې له یادو حقوقو څخه پوره ملاتړ کوي.

کله چې د مسلمانانو خوږ پیغمبر صلی الله عليه وسلم له دُنیا رحلت کاوه؛ نو تر وروستۍ شېبې یې خپل ځایناستی مشخص نه کړ او نه یې هم د دولت نوعیت معلوم کړ.
زموږ پیغمبر صلی الله عليه وسلم تر آخره داسې کومه خبر نه ده کړې، چې له مخې یې د کوم ځانګړي دولت ملاتړ ترې وشي، یوازې یې د اسلامي دولت لپاره ۲۳ کاله مبارزه کړې.
په دې شرعي موضوع کې ستره فلسفه نغښتې، په دې مانا، چې په هر ډول نظام د مسلمانانو اتفاق او رایه راشي؛ نو همغه نظام ته باید ترجیح ورکړل شي، هغه که هر ډول نظام وي، آمارتي وي، جمهوري وي، پارلماني وي او یا هم کوم بل ډول.

کوم دولت، چې اسلامي ارزښتونو ته احترام ولري، د مسلمانانو ورباندې اتفاق راشي، د اسلامي امت تر منځ اختلافونه له منځه یوسي، د مسلمانانو د ذلت سبب ونه ګرځي؛ همدا ډول نظام په اسلام کې تر نورو ټولو بهترین نظام بلل کېږي.

له پورته څرګندونو څخه داسې پایله اخیستل کېږي، چې ملت مسلمان وي، د اسلام په پنځه ګونو بنسټونو عقیده او باور ولري؛ نو د دوی رایه او نظر د دولتي جوړښت پر وړاندې ځانګړی ارزښت لري. موږ په دې اړه په اسلامي تاریخ کې ډېرې بېلګې او مثالونه لري.

عبیدالله سهاک
د پوهنتون استاد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحداڅګزۍ

يوازى پنځه بناوي اسلام نه دۍاسلام ټول قرآنى احکام دى ديوه منکريي کافردۍ طالبانوټول هغه څه چه په قرآن هيڅ تعلق نلرى جارى کړى دى ټول ملت يي دملک وپريښيدو ته مجبور کړۍ ظالمان کافران دى بايد نابود سي

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x