افغانستان

مجاهد: د رسنیو د فعال فدارسیون په شتون کې د بل فدارسیون جوړول مناسب ګام نه دی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۸ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معین او د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې د رسنیو او خبریالانو د یو فعال فدارسیون په شتون کې د بل فدارسیون جوړول نامناسب ګام بللی دی.

نوموړي دا څرګندونې نن د جمعې په ورځ په خپلې ټویټر پاڼې کړي او زیاته کړې یې ده، که چیرې کومه رسنۍ غواړي د نورو فعالو رسنیو په څېر د قانون په چوکاټ کې فعالیت وکړي، نو لومړی باید خپل پای ته رسېدلي جوازونه تمدید او د خپلو مالیو بقایه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ افغان حکومت په کابل کې د رسنیو او خبریالانو د یو نوي فدارسیون د خبري کنفرانس مخنیوی وکړ د کومې له امله چې ځینو رسنیو دغه کار په رسنیز ډګر کې د محدودیت په نوم تلقي کړ؛ خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مسئولینو د وینا له مخې دا ګام یې د رسنیو ترمنځ د سالم رقابت په موخه ترسره کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

وویریږی له هغی روځی څخه چی د امارت پر ځای بل امارت جوړ شی. همداسی به کیږی هغه به امارت نه بلکی خلافت وی. دا ځکه چی افراطیت ستاسو په رګونو کی او مغزو کی ځای نیولی او همدا افراطیت به تاسی ختموی. ټول اسلام د امارتوالو په عقیده ږیره او لنګی ده. دا دوه چیزه چی ولری ته ملا یی او ټول در ته حقانی صیب وایی. یو وار یی تجربه کړی که همداسی نه وه بیا پر ما لعنت ووایی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x