افغانستان

کابل هوايي ډګر اداره: افغان حکومت له قطر او ترکیې سره په کلیدي مسایلو موافقې ته رسېدلی

نن ټکی اسیا (جمعه،  ۸ سلواغه، ۱۴۰۰ل): قطر، ترکیه او افغان حکومت د کابل هوايي ډګر د ادارې اړوند ځینو کلیدي مسایلو په اړه موافقې ته رسېدلي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت لخوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې د قطر دولت، د ترکيې جمهوریت او سرپرست افغان حکومت تر منځ د کابل هوايي ډګر د مدیریت اړوند درې اړخیزه غونډه تېره ورځ پای ته ورسېده.

د اعلاميې له مخې درې واړه لورې د کابل هوايي ډګر د ادارې په اړه په ځينو کلیدي مسایلو موافقې ته رسېدلي دي.

دا چې دغه کلیدي نقاط څه دي؛ د قطر بهرنیو چارو وزارت او افغان حکومت یې په اړه وضاحت نه دی ورکړی.

د قطر بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د کابل هوايي ډګر د اداره کولو په اړه وروستي مذاکرات به را راوانه اونۍ ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې افغان حکومت له څو میاشتو راهیسې د قطر، ترکيې او عربي اماراتو سره د کابل هوايي ډګر د مدیریت په اړه مذکرات کوي.

خو افغان حکومت په دې وروستیو کې له قطر او ترکیې مذاکرات ګړندي کړي دي او په تېر دسمبر کې قطر او ترکیې هیوادونه هم یوې موافقې ورسېدل چې د دوی ګډ شرکت به د کابل هوايي ډګر اداره کوي.

د کابل هوايي ډګر څخه د اګست په ۳۱مه امریکايي ځواکونه د وتلو پر مهال‎ یاد هوايي ډګر کې ولاړې الوتکې، چورلکې، ترافیکي سستم او رادار تخریب او له کاره غورځولي ول.

له هغه وروسته د افغانستان هوايي حریم څخه کم شمېر هوايي ترافیک تیریږي چې له کبله یې افغانستان ته هره ورځ لسګونه زره ډالر تاوان رسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

غوړ خبر. امارت دی د نظارت او کنترول صلاحیت په خپل لاس کی ونیسی نور دی پریږدی چی خارجیان خپل کار وکړی. د هر کال یا هری ربعی په آخر کی دی د ارزیابی Evaluation Report راپور مقاماتو ته وړاندی شی. د دنیا ټول ملکونه په همدی اساس یو بل سره تعاملات کوی. ګوری د شارجی، دوبی، قطر او اماراتو په هوایی ډګرونو کی ډیر کم تاسی یو عرب وینی نور ټول یا هندیان دی، یا فلیپینیان دی یا چینایان او نور. خو مهمه خبره داده چی د نظارت او کنترل مؤظف کس باید چی یو مسلکی او په کار… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x