ادبي لیکني

د سپين غر او مهمند درې خاطره«وروستۍ برخه»

م رضوان الله فيضاني

د ماخوستن د آذانونو وخت و، د شهيد ډاکټر صاحب د کور په لور روان شوم، مازديګر مې له يو ځايي کليوال ملګري سره رابطه کړې وه چې بېګا ته درځم، د لارې او تللو ترتيب هم هغه په غاړه اخيستی و، د ډاکټر صاحب دوی کورته چې ورسېدم پلار او ورونه يې راووتل وای مولانا صاحب خير خو دی، په دې ناوخته کې او يواځې دې څنګه پېښه راکړې ده؟ …
ما ورته وويل چې مه وارخطا کېږئ خيريت دی، زه د خپل کور په طرف په سفر روان يم … اوس د فلانکي … کور ته ورځم لږ مې لارې ته وربرابر کړئ !!!
د ډاکټر صاحب ورور راته وويل چې زه به درسره لاړ شم، ما ورسره نه منله ځکه چې څو ورځې مخکې يې دوه ورونه شهيدان شوي و، زما او د هغه بل ملګري د کور ترمنځ ــ چيرته مې چې شپه وروړه ــ عمومي سرک او يو طرفته غټه پوسته وه، په سرک به هم اکثر وخت د حکومت لخوا په کمين کې عسکر ناست و، ما ويل نه ويل کيږي چې څه پېښه رامنځ ته شي … زه خو هسې هم پکې راغلی يم خو هسې نه چې د ډاکټر صاحب ورور ته کوم مشکل پېښ شي، زما له انکار سره سره بيا هم د ډاکټر صاحب ورور تر يو ځايه راسره لاړ او بيا بېرته راستون شو.

د سرک په طرف يواځې روان وم چندان بلد هم نه وم لنډه دا چې سرک ته ورسېدم، په کوم ځای چې زه پورې غاړې ته اوښتم هلته هوټلونه وو، زه د هوټلونو شاته ولاړ وم، د خلکو خبرې مې اورېدې، حيران وم چې اوس څه طريقه وکړم، که له عسکرو سره مخامخ شم نو څه به کيږي، ماسره خو وسله هم نشته، بهانه هم ورته نشم کولای ځکه چې په دې سختو او اضطراري حالاتو کې دومره ناوخته ګرځېدل هم له شک څخه خالي نه و.

له ډېر زنډ انتظار وروسته مې له ځان سره وويل چې توکل په خدایﷻ، هر څه چې کيږي پرې ورځم، حرکت مې وکړ او روان شوم په عمومي سرک واوښتم د سرک پورې غاړې ته هديره وه په هديره کې کرار کرار روان وم، له ملګري سره مې رابطه وکړه هغه راته وويل چې زه د هديرې بره سر کې درته ناست يم، په هديره کې هم ډېر زنډ راباندې تېر شو ځکه چې په ادرس مې سم سر نه خلاصېدۀ، بله دا چې بره د غونډۍ پر سر پوسته وه يوه خوا بله خوا يې د ګروپونو رڼا پړکوله، زه وسره ډېر لنډ او مخامخ وم.

په آخر ځل رابطه کولو مې ادرس يو څه اندازه په ذهن کې کېناست او ور روان شوم، لنډه دا چې له هغه ملګري سره يو ځای شوم او کور ته يې ورورسېدم، د شپې مو تر نا وخته پورې مجلس وکړ تېر يادونه مو راتازه کړل، په زړه مې د غمونو بوج نور هم دروند شو، د شپې ډېره برخه تللې وه نور ويده شوم، سهار وختي راپورته شوم لمونځ مې وکړ، د کور مخې ته موټر راغی له کوربه ملګري سره مې خدای پاماني وکړه موټر ته ورپورته شوم موټروان موټر روان کړ عمومي سرک ته راووتو او زما د منزل پر لور مو حرکت وکړ …

مونږ چې به د دغه عمومي سرک پر سر په کومو ځايونو کې کمينونه نيول يا به مو پر پوستو تعرضونه کول هغو ځايونو ته مې په نمجنو سترګو کتل او ترې جدا کېدم، يوې خواته د ملګرو د شهادت دردونکې پېښه وه، بلې خواته له پاتې ملګرو جدايي شوه او بل طرفته زما تنهايي … نو له ډېر زورونکي حالت سره لاس او ګرېوان وم، موټر روان و له دغې سيمې ثانيه په ثانيه لرې کېدم، نور خپل ځان ته متوجه شوم، ځای پر ځای پاټکونه راتلل، ما هم دعاګانې او ذکرونه لوستل او پر ځان شُف کول، لنډه دا چې په دوهمه شپه په مات زړه خپل کور ته ورسېدم.

پای.

له ملتيا مو يوه نړۍ مننه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x