نظــر

افغانستان له فقر او بېکارۍ نه د خلاصون په لور

د،ب،هيښ

د ا.ا.ا له راتګ نه په دېخوا په افغانستان کې د فقر، بېکارۍ او د خلکو د خراب اقتصادي حالت چيغو زور اخستی دی. په مېډيا کې شعوري او غير شعوري د مايوسۍ او نا اميدۍ غوغاوې شروع دي او داسې انعکاس ورکول کيږي، چې ددې مصيبت مسؤل تازه واک ته رسېدلی حاکميت دی.

په داسې يوه ټولنه‌ کې چې څو لسيزې يې د جنګ او وينې تويولو مصيبت تحمل کړی دی، غړي يې جسما او روحا متضرر شوي دي او تداوۍ ته ضرورت لري، غلط تحليلونه او غرضي پروپاګندونه نه يوازې چې د خلکو د ستونزو د حل سبب نه ګرځي، بلکې ذهنونه يې نور هم مشوش او تخريشوي.

د ټولنې ستونزې او پرابلمونه په مغرضانه پروپاګندونو او د واقعيتونو په‌ کتمان نه حل کيږي، بلکې واضح تشخيص او مسلکي اقدامات غواړي، چې متأسفانه زموږ په وطن کې د قدرت، شهرت، ثروت او شهوت وږو او معتادانو واکدارانو  په خپلو ناروا او ضد انساني کړنو سره نه يوازې خپل مسؤليت نه دی اداء کړی او د ستونزو د حل لپاره يې لازم او مناسب اقدامات نه دي کړي، بلکې خپل نارواتوب، نا اهلتوب او د ولس سره جفا يې په دروغو او نامؤجه دلايلو توجيه کړې ده او د مشکلاتو د حل په ځای يې د ټولنې پرابلمونه نور هم زيات کړي دي.

دوه حقيقتونه چې بايد موږ ترې خبر شو:
۱- په افغانستان کې بېوزلي، فقر، بېکاري، مريضيانې او نيستي ډېره پخوانۍ سابقه لري او د استبدادي، ظالمو او خائينو حاکميتونو ميراث دی، ددې وضعيت مسؤل اوسنی زعامت يعنې د ا.ا.ا نه دی، بلکې هغه عناصر او باڼډونه دي، چې د سياسي واک نه يې سوء استفاده کړې ده او د شخصي ګټو لپاره يې ملي ګټې قرباني کړي دي.

۲- افغانان د طبيعي ثروت( کانونه، پرېمانه سيندونه او خوږې اوبه يې، د لمر او  باد د انرژي منابع) په خزانه پراته دي، خو د فاسدو او  مستبدو حاکميتونو له وجې د دنيا فقير ترين او محتاجترين ولس ګرځېدلی دی.

د فقر او بېکارۍ د له منځه وړلو او يوې مرفه ټولنې د جوړېدو لپاره دريو شيانو ته ضرورت دی.

۱- سالم او له فساد نه پاکه سياسي واکمني او مديريت
۲- طبيعي منابع
۳- بشري قوه

د يوه ملک په اقتصادي ترقۍ او پرمختګ کې د سياسي واکمنۍ او سالم مديريت موجوديت پرېکنده رول لري.
ځینې ملکونه په دنيا کې شته چې طبيعي ريسورسونه په کافي اندازه نه لري، خو سياسي مديريت او منجمنټ يې د سمو مديرانو او مسؤليت پذيره اشخاصو په لاس کې دی او په پوره وړتيا يې د خپل ملک اقتصادي مشکلات حل کړي دي.

دوی په معاصرو علومو او فنونو  خپلو بشري منابع مسلح کړي او روزلي او  د خپل ملک د توليدي ظرفيت او کيفيت د لوړولو لپاره يې جوګه او ګټې اخستلو ته تيار  کړي دي. همدا وجه ده چې د فقر او بېکارۍ په ځای د ښه اقتصاد خاوندان دي او د ټولنې غړي يې شغلي فرصت لري او د بې روزګارۍ نه مصون دي.

مګر هغه ملکونه سره ددې چې پرېمانه طبيعي منابع او بشري قوه هم لري، خو سياسي واکداري يې فاسده، تنبله، خودخواه ده او  د خپل ولس د سهولتونو او ګټو په ځای د خپلو شخصي او سازماني منافعو لپاره کار کوي او د خلکو او ملک د ابادۍ او ارامۍ خيال نه ساتي، طبعا به يې ولسونه محتاج، بېکاره او دربدره وي.

يو له دغو ملکونو نه زموږ وطن افغانستان دی، چې د مستبدو، فاسدو او خدای ناترسه حاکمانو د واکمنۍ له کبله د مادي او معنوي فقر په اور کې سوځيږي او په عذاب ژوند تېروي.

موږ د ترقۍ کولو او فقر زدايۍ لپاره هم طبيعي منابع لرو او هم بشري قوه، خو  سالمه سياسي واکمني مو هیڅکله نه لرله.

زموږ د وطن د وروسته پاته والي، فقر، بېکارۍ، محتاجۍ او د نورو د خيرات په اذوقه شخوند وهلو اصلي علت د يوې سالمې، صادقې، پاکې، اولسي او له فساد نه خالي ادارې او سياسي واکمنۍ نه موجوديت زموږ په ټول تاريخ کې و.

دلته سياسي واکمنيو همېشه د يوې مشخصې کورنۍ، ډلې، ګوند او تنظيم د بادارۍ، عيش او عشرت لپاره واک چلولی دی او ولس يې ددې قدرت د لاسته راوستلو او دوام لپاره د يوې وسيلې په توګه استعمال کړی دی.

ددې ظالمانه حاکميتونو د ضد ديني، ضد ملي او ضد انساني کړنو له وجې ددې ملک طبيعي ثروت تر خاورو لاندې او بې ګټې اخستو مستور پاته شوی دی او د ملت  ستره انساني قوه د تولید، خلاقيت او ابتکار په ځای د واکدارانو د رقابت قرباني شوې او د تعمير په ځای د ملک د تخريب لپاره ورنه سوء استفاده شوې ده، چې اوسنی اقتصادي او اجتماعي ناورين يې ثمره ده.

بناء د افغان ولس د ټولو موجوده  مصيبتونو اصلي علت زموږ په هېواد کې د سالم، مسؤليت پذيره، خادم او ديني، ملي عقايدو او ارزښتونو ته مؤمن او متعهده‌ سياسي واکمنۍ، ادارې او مديريت فقدان او نه موجوديت و، که نه د دومره لويو طبيعي او بشري منابعو په لرلو سره موږ بايد د جهان  مترقي ترين او مرفه ترين هېواد وای، چې متاسفانه فعلا د نړۍ فقير ترين، وروسته پاته ترين او بدبخته ترين هېواد يو.

لاکن د ا.ا.ا په راتګ سره زموږ د ولس د هيلو او ارمانو غوټۍ په غوړېدو دي او د طبيعي او بشري منابعو تر څنګ د الله په فضل سره د ظالم، فاسد، مستبد او خودخواه سياسي قدرت په ځای داسې سياسي نظام‌ په قدرت راغلی دی، چې د واک سرچينه يې نه خارجي استعمارګران او نه داخلي فتنه ګران او استبدادګران دي، بلکې ولس دی او د اغائۍ، بادارۍ، فساد، غلا، غصب، چور او اختلاس په ځای د ولس د چوپړ او خدمت په تله خپل وزن، مشروعيت، مقبوليت او محبوبيت تلي او اندازه کوي، چې په استقرار سره يې د افغان ولس تاريخي ارمان چې د يوه خادم، مسؤل او ځواب ورکوونکي سياسي واکمنۍ راتلل او استوارېدل پوره شو.

نو ان شاء الله فقر، بېکاري او بېوزلي به له منځه ځي او افغانستان به د يوه خودکفا او مرفه هېواد په څېر د جهان په نقشه کې خپل ځای پيدا کوي. ځکه اوس هم طبيعي منابع لرو، هم با استعداده انساني قوه او هم يوه سالمه او ولس ته وفاداره سياسي اداره.

زموږ اصلي مشکل چې د يوه پاک، ولسي، متقي، ديني، ملي ارزښتونو ته متعهدې سياسي واکمنۍ فقدان وو حل شو او د ا.ا.ا په راتګ سره داسې منجمنټ مو په نصيب شو چې د دين، ولس او وطن لپاره مال خو څه کوې تر ځان هم تېر دي.

نو وطنوالو!
د ا.ا.ا قائمېدل د يوه نېکمرغه، ارامه او مرفه ژوند او روښانه راتلونکې زيری دی، چې ددې خدايي نعمت او طلايي فرصت نه بايد ټول افغانان اعظمي استفاده وکړي او خپل جسمي، فکري، علمي او مهارتي قوت او د سرشاره طبيعي منابعو نه په ګټې اخيستنې سره د وطن د ابادۍ، سوکالۍ، په ځان بسياتوب او خدمت لپاره په کار واچوي، څو د فقر، بېکارۍ، بېوزلۍ او احتياجۍ جرړې د تل لپاره وايستل شي.

نور بايد خپل وخت او قوت نه استفاده وکړو

دابادۍ  او خدمت جهاد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Karwan

هيښ وروره، قربان دي شم.
سل په سلو کي مو حقيقت بيان کړه او ډيرو ښو ټکو ته مو اشاره کړي. الله مو هميشه کامياب لره، خوشحاله اوسي.
په ډير درنښت. کاروان

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x