افغانستان

افغان حکومت په سیاسي، اقتصادي او ښوونیزو برخو کې د پرمختګ هڅه کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۸ سلواغه، ۱۴۰۰ل): افغان حکومت وايي، په سیاسي، اقتصادي، ښوونیزو او مختلفو برخو کې د پرمختګ داسې هڅې کوي چې له امله به یې راتلونکی افغانستان د ښو اقتصادي پروژو او د هلکانو او نجونو لپاره د لوړ کیفیت لرونکو ښوونیزو بنستونو څښتن شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رسنیز مرستیال او د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن د جمعې په ورځ د یو ویډیو کلیپ له لارې ویلي، چې د حکومت مختلفې ادارې په خپلو اړونده څانګو کې د هېواد د سوکالۍ او پرمختګ لپاره په هڅو بوخت دي.

نوموړي ډاډ ورکړی چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د نجونو او هلکانو لپاره د داسې ښوونیز چوکاټ په جوړولو کار کوي چې په رامنځته کېدو سره به یې د هېواد ښوونیز ډګر د ښو پرمختګونو شاهد وي.

https://twitter.com/rtapashto/status/1487030534018637824

افغان حکومت په داسې مهال هېواد کې د سترو اقتصادي پروژ، ښوونې او سیاست په ګډون مختلفو برخو کې د پرمختګ د هڅو خبر ورکوي چې د پخواني رژیم له سقوط وروسته په ټول هېواد کې ډاډمن امنیت دی او هره ورځ له مختلفو ولایتونو څخه د پرمختیايي پروژو او خلکو ته د مرستو د ویش خبرونه ورکول کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحداڅګزۍ

ملايان اوطالبان يوه بيعلمه انګريزانو جوړه کړى پروژ ه ده دوى ذهنى تور ندى قادر دغه چه څه وايي هغه وسنجوى دغه چه څه وايي هم مخبرانو په واسطه ورښوول کيږى ترڅوپدوى کى افغان تعليم يافته نسى شامل دوى اوس دافغان دښمنانوپه تصرف کى دى

Sayed

عجيبه،
له يو لوري افغان حكومت وايي او له بل لوري بيا اسلامي امارت وايي، نو يو حكومت او دوه نومونه. دا خو لكه د تير په شان دوه سرى حكومت.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx