ورزش

کرکټ نړیوالې شورا د زمبابوې پر پخواني لوبغاړي د فساد په تور درې نیم کاله بندیز ولګوه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۸ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د کرکټ نړیوالې شورا د زمبابوې کرکټ لوبډلې پر پخواني لوبغاړي برینډن ټیلر د رشوت اخیستلو او فساد په تور له هر ډول کرکټ څخه تر درې نیم کالو بندیز ولګوه.

د زمبابوې پخواني لوبغاړي تېره اونۍ پر خپلو کړنو اعتراف کړی و چې په ۲۰۱۹م کال کې یوه هندي سوداګر ده ته د کوکین مخدره توکي ورکړي وو او بلیک میل کړی و، چې وروسته یې پنځلس زره امریکایي ډالر اخیستي او د ۲۰ زره نورو ژمنه یې ورسره کړې وه.

ټیلر زیاتوي چې ده په خپل نړیوال کیریئر کې پرته له دې چې بلیک میل شوی په لوبه کې فساد یا درغلي نه ده کړې.

د کرکټ نړیوالې شورا د جمعې په ورځ په یوې اعلامیې خپرولو سره ویلي چې برینډن ټیلر د رشوت اخیستلو او ممنوعه درمل کارولو له کبله بندیز سره مخ شوی په داسې حال کې چې پر هغه لګېدلي ټول تورونه منلې دي.

د نړیوالې شورا د روڼتیا څانګې مشر الیکس مارشال وایي، «د زمبابوې پخواني لوبغاړي د فساد او ممنوعه درملو ضد په څو روزنیزو ورکشاپونو کې برخه اخیستې ده، حال دا چې په دې پوهېده چې مسئولیت یې څه و»، هغه وایي چې د یوه تجربه لرونکي لوبغاړي لپاره دا د خواشینۍ ځای دی.

د ټیلر د بندیز موده د جمعې له ورځې پېل شوه او د ۲۰۲۵م کال د جولای تر ۲۸مې نیټې به دوام وکړي.

برینډن ټيلر د زمبابوې په استازیتوب له ۲۰۰۴م څخه تر ۲۰۲۱م کال پورې ټولې ۲۸۴ نړیوالې لوبې ترسره کړي چې د ۱۷ سلیزو سره یې ۹۹۳۸ منډې کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x