نړۍ

مصر: دقاهري په ختیڅ کی دنښتوله کبله په لسګونه خلګ ژوبل شول

fire_enrupted_in_the_fighting(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۲۴) قاهره: له قاهري څڅه خبرورکول شوی دی ویل کیږی نښتي هغه وخت رامنځ ته شوی کله چي سلګونو لاریون کونکو دښارپه عباسیه سیمه کي دعسکري ودانی په لور دورتګ کوښښ کاوه اودځینو حکومتي چارواکو دلری کولو غوښتنه یی کوله.

دنیل په نامه سره یوي ټلویزوني شبکي دمصر دعامي روغتیا له لوري خبرورکړي دي، چي تراوسه پوري دمظاهره کونکو او دهغو دمخالفینو ترمنځ په نښتوکي ۱۴۳ ټپیان روغتونونو ته راوړل شوی دي.

خبرزیاته وي زیات شمیر ژوبل کسان په ډبرو باندي لګیدلي دي چي مظاهره کونکو اومخالف لوري ترمڼځ په نښتو کي جګړه کونکو له ډبرو او لرګیو څخه کاراخیستی دي.

خبرزیاته وي وروسته سیمه ته عسکر راورسیدل اودمظاهره کونکو دتیتولو لپاره یی په هوا کي ډزي وکړي اوددفاع وزارت په لور غزیدلي ټولي لاري یی په اغزونوو تارونو اوفوځی شوبلو باندی بندی کړي.

د ۶اپریل په نامه سره غورځنګ دمصر عسکري ځواک دشورای هغه بیان په کلکو ټکو سره غندلي دی کوم چي ویلی وو د ۶اپریل غورځنګ کوښښ کوی ترڅو دقومی اومنطقوي فسادونو په رامنځ ته کولو سره دمصر دفوځ اواولس سره جلاکړي اوپه هیواد کی دمنځ ته راغلي انقلاب دخرابولو کوښښ وکړي.

دتیري شنبي په ورځ دیوي خبري غونډي پرمهال دغورځنګ مرکزي شورای یو ځل بیا خپلي غوښتني نوي کړی اوله فوځ څخه یی وغوښتل چي هیواد ملکي کسان باید دفوځ له لوري محکمه نه شي، اوهمدارنګه یی غوښتنه وکړي چي هغه کسان باید ژرترژره محاکمه شي چا چي دانقلاب دقربانیانو په وژلوکي لاس درلود، اولدي سره سره لوی څارنوال باید له دندي څخه ګوښه کړل شي اوپه دمحاکموپه فیصلو کي شفافیت رامنځ ته شي.

د ۶ اپریل دغورځنګ دخلګو دتنظیمولو دچارو مسؤل عمرعلي وویل ټولو سیاسي اړخونو په میدان تحریر کی له غورځنګ سره ملاتړ اعلان کړ، لدی څخه څرګندیږي چي سیاسي قوتونو دمصر داولس پوره ملګرتیا له ځانه سره لري.

د۶اپریل دغورځنګ غړي دوسلوالو ځواکونو ستره شورای باندی نیوکی کوي چي دپخواني حکومت دځینو مجرمینو په رانیولو اومحکمه کولو کی له سستی څخه کاراخلي، اوهمدارنګه غورځنګ پرفوځ باندی تورلګوي چی تراوسه پوري یی لا دپخواني اولس مشر حسنی مبارک مرستیالان اوډیرنژدي ملګري دحکومت په چوکاټ کي برلوړو دندو باندی ساتلي دي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x