
فاریاب او فراه کې ترافیکي پېښو ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ سلواغه، ۱۴۰۰ل): په فاریاب او فراه ولایتونو کې د دوو ترافیکو پېښو له امله لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي.
لومړۍ پېښه پرون د جمعې په و رځ مازدیګر د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د اندخوی ـ شبرغان پر لویه لار د مفتي محمداسحاق په نوم یو مشهور دیني عالم موټر نسکور شو.
د فاریاب ولایت سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې په دې پېښه کې د مفتي محمداسحاق په ګډون څلور تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د چارواکو په خبره مفتي محمداسحاق ابوالوفاء د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د امام ابوحنیفه رحمه الله په نوم د مشهورې دیني مدرسې بنسټ اېښودونکی او نامتو عالم ؤ.
له بل پلوه د فراه د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد د هرات ـ کندهار پر لویه لاره د دوو ګړنیو موټرونو د ټکر له امله د پنځو تنو د مړینې خبر ورکړی دی.
نوموړی زیاتوي، دا پېښه پرون د جمعې په ورځ د بالابلوک ولسوالۍ په «شوز» سیمه کې د هرات ـ کندهار پر لویه لاره رامنځته شوې، چې شپږ تنه په کې ټپيان شوي هم دي.
تراوسه ددغو دواړو پېښو لامل څرګند نه دی؛ خو په افغانستان کې بې کیفیته سړکونه او د موټر چلوونکو بې احتیاطي د داسې پېښو اساسي لامل بلل کیږي.
ډاټسن موتری چای سره دی؟ هغوی سره چی نه لایسنس لری نه جواز او نه یی هم پر موتر پیسې ورکړی. د ملت مال دی پر طیارو چی زده کول کیږی پر موټرو خو باید وشی.