نظــر

طالبان له نړیوالو سره نږدې کیږي؟

نورمحمد غفوري

مطبوعات خبر ورکوي چې له طالبانو سره د ناروې د اوسلو په لیدنو کې اروپايي اتحادیې خپلې غوښتنې طالبانو ته واضح کړې او د افغانستان له پاره د اروپا ځانګړي استازي په نوي تعلیمي کال کې د نجونو او هلکانو له پاره د ښوونځيو خلاصول ضروري بللي. سربیره پردې، اروپايي ټولنې له افغانستان سره د مرستو بیا پیلول په دغه هېواد کې بشري حقونو ته د درناوي سره تړلي دي.

د زمانې (دي سایټ) خپرونه لیکي چې د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې له اسلامپالو طالبانو سره له درې ورځنيو خبرو وروسته، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسون په یوهټوېټ کې ویلي: «ما په ټول هېواد کې د لومړنیو او منځني ښوونځیو پر اړتیا هم ټینګار کړی چې د هلکانو او نجونو دواړو پر مخ پرانیستل شي. کله چې ښوونیز کال په مارچ کې پیل شي.”

له هغه وخته چې د ۲۰۲۱م کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې طالبانو حکومتي واک نیولی، د ناروې په بلنه په اوسلو کې د اروپايي حکومتونو او د طالبانو تر منځ د ۲۰۲۲م کال د جنوری د میاشتې د ۲۳-۲۵ نېټې مخامخ کتنې، لومړۍ او با ارزښته کتنې وې. په دې سفر کې د طالبانو له پنځلس کسیز هیئت سره تر هر چا د مخه د افغان مدني ټولنې د استازو په نامه د ناروي لخوا رابلل شوو څو کسو افغانانو (ښځو او نارینه و) وکتل. خبرونه وایي چې ورپسې ورځو کې د فرانسې، بریتانیې او ناروې له دیپلوماتانو سره خبرې اترې وشوې، خو له امریکايي دیپلوماتانو سره د لیدنې خبره نه ده تایید شوې. په آخر کې د طالبانو پلاوی د سه شنبې په ماښام له وروستۍ اعلامیې او ګډې رسمي پریکړې پرته بېرته افغانستان ته ولاړ.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وړمې ورځې (۲۶/۱/۲۰۲۲م) غونډه کې د ناروې لومړي وزیر جوناس ګهر سټور وویل چې خبرې “جدي” او “صادقانه” وې. هغه وویل، “موږ دا روښانه کړه چې موږ غواړو نجونې په مارچ کېښوونځي ته ولاړې شي، په شمول د هغو چې له 12 کالو څخه پورته عمرونه لری.” لوېديځ هم غواړي چې په افغانستان کې اړمنو کسانو ته “بشري لاسرسى” وکړي.

له دې څخه معلومیږي چې اروپا اتحادیې خپلې مرستې په افغانستان کې د بشري حقوقو له مراعاتولو سره تړلې دي. خو مخکې له دې چې د طالبانو پنځلس کسیز هیئت ناروې ته سفر وکړي، د طالبانو سرپرست حکومت اعلان وکړ چې څه موده وروسته به د هیواد پوهنتونونه د نرو او ښځو په مخ خلاص کړي او چې په نوي تعلیمی کال کې به نجونو او هلکانو ته د ښوونځیو د تلو شرایط جوړ او اجازه ورکړي.

که د طالبانو د ویاند خبرې او د اروپايي اتحادیې غوښتنو ته نظر واچوو، ښکاري چې طالبانو لا تر مخه د اروپايي اتحادیې لخوا وړاندې شوي شرطونه پخپله مستقله اراده، د هیواد د داخلي اړتیاوو په نظر کې نیولو سره او د اروپايي ټولنې د رسمي فشار له واردولو تر مخه منلي او نور د نجونو په وړاندې د زده کړو، تحصیل او کار ممانعت نه کوي. طالبان وايي چې په تدریج به په ټولنه کې د ښځو او نارینه و د حقوقی برابرۍ له پاره شرایط برابر او عملي ګامونه واخلي، خو د هغو محدودیتونو له پاره به تبلیغ او توضیحي فعالیت ته دوام ورکوي چې قرآن او اسلام د ښځو له پاره په ټولنه کې وضع کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx