نظــر

د ناروې غونډه؛ آیا د رسمیت پېژندو لپاره یو سګنال و؟

نذیر منیب

د تېرې یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۳مه) د ناروې په پلازمېنه اسلو کې د افغانستان په اړه جوړې شوې درې ورځینۍ غونډه کې د ااا چارواکو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، چې دغې غونډه کې د ګډون په موخه د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي په مشرۍ د ااا یو لوړ پوړی پلاوی اسلو ته تللی و.

د اګسټ تر ۱۵مې وروسته د ااا د چارواکو سفرونه یوازې د سیمې هیوادونو پورې محدود وو؛ خو واک ته له رسېدو وروسته دا لومړی وار دی چې د اروپايي هېوادونو جوړې شوې غونډې ته د ګډون لپاره وربلل کېږي.

دا غونډه د ناروې په کوربه توب جوړه شوې وه، چې په خپله د ناروېژي چارواکو سربېره، ور ته د امریکا او دغه راز د بريتانیا په ګډون د جرمني، ایټالیا، فرانسې او یوشمېر نورو اروپايي هېوادونو استازي راغلي و.

د غونډې موضوع تر ډېره په افغانستان کې د را د بره شوي بشري ناورین، بشري حقونو، ښځو حقونو، بیان ازادي او ځينو نورو موضوعاتو ته ځانګړې وه.

دې غونډه کې ګډون د نوي افغان حکومت لپاره یو مثبت ګام بلل شوی

ناروې ته له روانېدو مخکې امير خان متقي وویل، خوښ دی چې له نړیوالو سره یې سیاسي اړیکې پر ښه لور روانې دي او تمه لري چې دا سفر به یې له لاسته راوړنو ډک وي.

د چارو شنونکي هم په دې باور دي چې د اروپايي هېوادونو سره بحث او په غونډو کې ګډون د ااا لپاره یو ستر مثبت ګام دی؛ ځکه چې د دوی په وینا ډېری هغه اروپايي هېوادونه چې په افغانستان کې د اوږدې جګړې برخه وال وو او خپل ولس ته یې د ا.ا پر ضد ذهنیت ورکاوه، اوس د یو واقعیت منلو پر لور رهي دي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه عبدالحی قانت په یوه بحث کې وویل، چې د اورپايي هېوادونو لخوا ااا د یو حقیقت په ډول منل او د دوی له خوا خپلو ملتونو ته په دې اړه د قناعت ور کولو بهیر خورا چټک روان دی چې د افغانستان، حکومت او خلکو لپاره یې ښه زیری دی.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ هم د یادې غونډې له جوړولو تود هرکلی کړی او د غونډې تر پیل مخکې یې وویل چې د څرګندې ډیپلوماسۍ تر سیوري لاندې د ا.ا له چارواکو سره خبرې کوي.

امریکايي استازي د دې ټولو هڅو یوه مهمه موخه افغانستان کې د رادبره شوي انساني ناورین د کابو کولو چاره یاده کړې چې وايي، له خپلو ملګرو او ملاتړو هېوادونو سره پرې په ګډه لګیا دي.

د سیاسي چارو یو بل شنونکی ناصر شفیق بیا دغه ناسته د امریکا له خوا د کنګل شوې افغان پانګې د آزادېدو او دغه له افغانستان سره د بشري مرستو د لارو خلاص پرېښودو لپاره هڅه بولي؛ د ده په وینا ځکه چې غونډه تر ډېره د همدې موخې لپاره د اقتصادي کمېټو لکه ناروېژن کمېټي او آی سي سي آر د مشرانو له خوا تنظیم شوې ده.

خو نوموړی ورته مهال د اروپايي هېوادونو غونډې ته د سرې میاشتې د ټولنې له مشر سره یو ځای د ااا د لوړپوړي پلاوي تګ له نړۍ سره د یوې نوې مراودې او تعامل لپاره نوی ګټور باب بولي.

له بېلا بېلو ډلو سره د پرلپسې ناستو جاج

ــ د بهرنیو چارو وزیر او مل پلاوي یې د دې سفر پر لومړۍ ورځ یو شمېر اروپا مېشته افغان شخصیتونو، فعالانو او مېرمنو سره وکتل.

له دغې ليدنې وروسته د ناستې په اړه خپره شوې ګډه اعلاميه کې د هېواد د سياسي، اقتصادي او امنيتي ښېرازۍ لپاره د ټولو افغانانو په ګډ کار کولو ټینګار شوی او د د ټولو ستونزو حل همغږي او یو بل ته لاس ورکول بلل شوي دي.

د ښځو د حقونو فعاله محبوبه سراج چې د افغانو ښځو په استازولۍ دغې غونډې ته تللې، وایي، د ااا پلاوي یې خبرې په ځیر واورېدې او هم یې په لیکلې بڼه خپلې غوښتنې دوی ته وړاندې کړې.

امیر خان متقي دوی ته ډاډ ورکړی چې د نظام د ځواکمنتیا لپاره د ااا هلې ځلې روانې دي او افغانستان کې د ثبات لپاره کار کېږي.

په دې وخت کې د افغانستان د خلکو یوازینۍ هېله او ارزو هم د یو ځواکمن مرکزي او باثباته دولت درولودل دي، چې په خپلو پښو ولاړ اوسي او د پرمختګ فعال عامل وي.

ــ پرون چې د دغو خبرو دوهمه ورځ وه تر ټولو ‘مهمه ‘ ورځ بلل شوې؛ ځکه چې د ااا استازو په کې د لوېديځو هېوادونو له استازو سره مخامخ خبرې وکړې.

د ورکړل شوو راپورونو له مخې، د بحث موضوع بهر کې د افغانستان پر کنګل شوې پانګې او دغه هېواد کې د يوه ټولګډوني حکومت په رامنځ ته کېدو ور ټوله وه.

د ا.ا د بهرنيو چارو سرپرست وزیر او د پلاوي مشر امير اخان متقي دا خبرې ”رغنده ” بللي خو مني چې د ټولګډوني حکومت د معنی په اړه اختلافات لا هم نه دي حل شوي.

نوموړي هلته رسنیو ته په دې اړه وويل، “که د ټولګډوني حکومت معنی دا وي چې ټول قومونه په حکومت کې وي هغه شته او که دا معنی ولري چې ټولې برخې او ولايتونه په حکومت کې وي هغه هم موجود دي”.

سیاسي شنونکی عبدالحی قانت بیا په دې باور دی چې اروپايي هېوادونو ته په افغانستان کې ټول ګډونه نه بلکې داسې یو دولت او حکومت مهم دی چې وکولی شي له دوی سره په ګډه کار وکړي.

د ده په باور د ټولګډونه حکومت موضوع یوازې هغه هېوادونه لره بره کوي، چې غواړي د خپلو موخو لپاره دننه د افغانستان په نو تشکیل حکومت کې خپل کسان ځای پر ځای کړي، چې دا ډول هېوادونه هم په سیمه کې او هم له سیمې په لرې واټن کې شته دي. قانت وايي، باورمند دی چې دا بحثونه له هغو کسانو سره، چې په بهر کې مېشت دي او د افغانستان سوله او خیر غواړي او په ورانکاریو کې لاس نه وهي، هم تعامل او بحثونو ته لار پرانېزي چې دا هم یو ښه خبر کېدای شي؛ ځکه افغانستان د ټولو ګډ کور دی او په ګډه یې باید اباد کړو.

دا چې د ااا چارواکي به په افغانستان کې د هغسې ټولګډونه حکومت جوړېدو ته، چې ځینې هېوادونه یې غواړي او یا په خپله د نوي حکومت چارواکي یې د غوښتونکو هېوادونو له فکره تعریفوي، غاړه کېږدي که نه؟

شنونکی سمیع یوسفزی وايي، دوی د خپلې پالېسۍ او له دې وېرې چې د نړیوالې ټولنې غوښتنې او وضع شوي بندیزونه به لا اوږده شي، دا غوښتنې نه مني.

یوسفزی وایي:” دا په دې معنی ده چې طالبان د مذاکراتو دروازې خلاصې ساتي، خو قطعاً په دې معنی نه ده چې طالبان دې هغه څه ومني چې امریکایان یا یې هم ځینې پخواني چارواکي په ذهن کې لري چې دوی به بیا هېواد ته راستانه شي او لکه د ښاغلي کرزي او ښاغلي غني د حکومتونو په څېر به دوی ته امتیازات او مکافات ورکړل شي. زه فکر نه کوم چې طالبان داسې څه ذهن کې ولري او یا هم ورته چمتو وي”.

سربېره پر دې چې د دغې ناستې ډېر جزييات نه دي راغلي، خو دا هم ويل کېږي چې د نوي افغان حکومت په رسميت پېژندنې او افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو په تړاو پر موضوعاتو هم خبرې شوې دي.

د بهرنیو چارو وزارت په خپله خبرپاڼه کې وايي چې د بشري حقونو په اړه راپورته شوې اندېښنې ته تللي پلاوي د غونډې ګډونوالو ته د عمومي عفوې فرمان پلي کېدا، د عدالت تأمین، او ټولو نړیوالو قوانینو ته د اسلامي او افغاني ارزښتونو په چوکاټ کې د بشپړې ژمنتیا ډاډ ورکړ.

د مېرمنو د زده کړو په برخه کې د ااا چارواکو په ناروې کې د بهرنیو هېوادونو له استازو سره د خبرو پر مهال یو ځل بیا ژمنه کړې ده چې له راتلونکي پسرلي به په ټول هېواد کې د نجونو لپاره د ثانوي ښوونځیو په ګډون د ټولګیو دروازې پرانیزي.

ـــ په وروستۍ برخه کې ناروې ته د افغانستان په استازیتوب تللي پلاوي د بېلا بېلو هېوادونو له استازو سره لیده کاته او ځانګړې ناستې کړي، چې د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په یادو ځانګړو ناستو کې له افغانستان سره د بشري مرستو په چټکتیا او پراخولو سربېره د سیاسي اړیکو پر جوړولو ټینګار شوی.

خو د دغو ناستو د وروستۍ ناستې په تړاو له وړاندې د ناروې هېواد چارواکو ویلي وو، چې په وروستۍ (درېیمه) ناسته کې به د ااا له چارواکو مشخصې غوښتنې ولري.

دا خبره په بهرنیو چارو کې د ناروې د دولت وزیرې ینریک تون د ناروې خبري اژانس NTB ته کړې وه او ویلي یې و چې دا د یو بې پایه بهیر پیل نه دی.

د ناروې د خبري اژانس د راپور له مخې، د ا.ا له پلاوي د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او لږکیو حقونو ته درناوی چې زده کړې او روغتیایي خدمتونو، دکار کولو او ازاد تګ راتګ ته د لاسرسي غوښتنې شاملې دي. په دغو غوښتنو کې دا غوښتنه هم شامله ده چې بشري مرستې به مستقیماً افغانانو ته رسول کېږي.

له غونډې د رسمیت پېژندو برداشت او د تعامل د پراختیا حقیقت؟

ځینې باورونه دا هم دي چې د ناروې لخوا، چې یو اروپايي هېواد دی، ااا ته په غونډه کې بلنه ورکول د رسمیت پېژندنې پر لور یو مؤثر ګام دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ناروې د بهرنیو چارو وزارت د غونډې تر پیل وړاندې وویل، چې دا سفر د ااا په رسمیت پېژندلو معنا نه لري. خو ټینګار یې وکړ چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان اوسنیو واکمنو سره خبرې وکړي او نه باید چې افغانستان کې سیاسي وضعیت په یوه بشري ناورین بدل شي.

د افغانستان د اقتصاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري چې ناروې ته د ا.ا د تللي پلاوي غړی دی، بیا په دې اړه ویلي، تر اوسه د هیڅ هېواد له خوا د افغانستان نوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندل شوی، په دې برخه کې وخت ته اړتیا ده، خو هېله یې څرګنده کړې چې د رسمیت پېژندو لپاره به کوټلي ګامونه پورته شي.

هغه دغه راز ویلي، دا له نړیوالو سره د اړیکو د عادي کولو یو ښه پیل دی چې له مخې یې راتلونکې کې دوه اړخیزې همکارۍ هم شونې دي.

د چارو شنونکی ناصر شفیق وايي، په دې باور نه دی چې دا غونډه دې د نوي حکومت په رسمیت پېژندو لپاره لار پرانېزي خو ټینګار کوي چې د سیاسي مراودې د غوړېدو لپاره ښه چاره کېدی شي، د هغه په وینا درې کارونه دي چې کولی شي نوی حکومت د اروپايي ټولنې او د نړۍ د هېوادونو له خوا په رسمیت وپېژندل شي.

د هغه په وینا، لومړی ښځو ته د کار او زده کړو بستر هوارول، دوهم: د نړیوالو له خوا د ټولګډونه غوښتنې لپاره یوه سیاسي تنوع را منځ ته کول، داسې تنوع چې د افغانستان د خلکو د معتقداتو، ارزښتونو خلاف نه وي او غربي رنګ و نه لري. درېیم: د اساسي قانون پر لور باید ګام اوچت کړي، یا د ځینو مادو په حذف سره د ۴۳ کالو پخواني قانون ومني او یا هم د تېر حکومت اساسي قانون د یو شمېر مادو یا آن د څپرکو په حذف سره کولی شي وټاکي او په دې برخه کې د ځینو سیاسي لیدلورو لرونکو اشخاصو په شتون کې د تصویب کمېټه رابلل، څو نړیوالو ته وښايي چې دوی د قانون په خلا کې ژوند نه کوي.

د ده په باور، ځکه چې د قانون حاکمیت او ملي حاکمیت دوه تړلې مسلې دي، چې د قانون له حاکمیت پرته ملي حاکمیت نه را منځ ته کېږي او د ملي حاکمیت له شتون پرته د قانون حاکمیت بې معنی دی.

د ناروې پلازمېنې اوسلو ته تللي ځینو خبریالانو څرګنده کړې، چې دواړه لوري هيله من دي چې دا ناستې به خپلو موخو ته په نژدې کېدو کې د دوی مرسته وکړي.

د ااا یوه تر ټولو لویه او بنسټیزه موخه د نړیوالو له خوا د دوی په رسمیت پېژندل دي نو ښکاره ده چې پر دغې موضوع به هم بحثونه شوي وي، چې ځینې پرمختګونه به ولري.

د ااا د پلاوي يوه بل غړي شفيع اعظم رسنیو ته وو يل، چې د خبرو فضا مثبته وه او همدا راز ادعا يې وکړه چې دواړو خواو تر منځ د ښځو تعلیم، بانکي سکټور، اقتصادي برخې تر څنګ په ځينو مواردو کې هوکړې وشوې.

ورته مهال د ااا تر چتر لاندې په کابل کې اروپايي ټولنې خپل ډیپلوماټیک فعالیت پیل کړ.

که څه هم دغه ټولنه وايي چې د بشري مرستو رسولو چارو او په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د څار لپاره په کابل کې د دوی ”لږ تر لږه حضور ” باید د نوي حکومت د رسمیت پېژندلو په معنا تعبیر نه شي؛ خو دا او دې ته ورته افعال هغه څه دي چې د ځینې باورونو پر بنسټ په راتلونکي کې د نوي حکومت د رسمیت پېژندو په اړه ټوکېدلي ګمانونه یقین ته نژدې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx