افغانستان

جان کيري نن يو ځل بيا کابل ته راځي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۱۶مه ۱۳۹۳ل): ټاکل شوې ده، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري نن يو ځل بيا د ټاکنيزو ستونزو او اختلافاتو د حل و فصل په موخه کابل ته راځي.

يو شمېر باوري سرچينې وايي، چې جان کيري به نن پنجنشنبه ټاکنيزو ناندريو کې د اغېزمن منځګړي په توګه کابل ته راورسيږي او دواړو نوماندانو سره به د رايو د پايلو او راتلونکي حکومت په اړه خبرې اترې وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت او افغان چارواکو تر اوسه د ښاغلي کيري د راتګ په اړه رسما څه نه دي ويلي.

د افغانستان و لسمشريزو ټاکنو دوهم د پايلو له اعلانيدو نژدې يوه مياشت کيږي، چې د ټاکنو د پايلو په اړه د دواړو نوماندانو تر منځ ناندرۍ روانې دي.

د ولسمشريزو ټاکنو دوهم پړاو کې ډاکټر اشرف غني احمدزي ۵۶،۴۴ او ډاکټر عبدالله عبدالله ۴۳،۵۶ سلنه رايې وړې وې، مګر ډاکټر عبدالله عبدالله اعلان وکړ، چې دی دا پايلې نه مني، ځکه چې د ټاکنو کميسيون، ولسمشر کرزي او ډاکټر اشرف غني په ګډه ټاکنو کې درغلي کړې او خپل ځان يې د افغانستان رسمي ولسمشر اعلان کړ، مګر وروسته يې وويل، چې جان کيري ډاډ ورکړی، چې د ده تر ورتګه دې صبر وکړي او ستونزه به يې ورحل کړي.

تېره مياشت د جولايي په دولسمه نېټه جان کيري کابل ته راغی او دواړه کانديدان يې د امريکا سفارت ته وروغوښتل او د خبري کنفرانس په ترڅ کې يې اعلان وکړ، چې هيڅ نومان بايد ځان ګټونکی اعلان نکړي، ځکه چې په ټاکنو درغلي شوې او بايد پاکې او ناپاکې رايې سره جلا شي او له هغې وروسته دواړه کانديدان په ګډه يو ايتلافي حکومت جوړ کړي.

له دې مخکې د ولسمشريزو ټاکنو مخکښ نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي ويلي و، چې هيڅکله به ايتلافي حکومت ته زړه ښه نکړي، ځکه چې دا د ولس پر رايو سودا کول دي؛

مګر د جان کيري له راتګه وروسته يې وويل، چې دواړه کانديدان به په ګډه يو ملي حکومت جوړوي.

د سياسي چارو څارونکي وايي، چې ټاکنيزې لانجې له پخوا پلان شوې وې او امريکا ډاکټر عبدالله ته ويلي و، چې دی دې خپل سيال نوماند وګواښوي او خپل حکومت دې اعلان کړي او بيا به امريکا او نړيواله ټولنه مداخله وکړي او د يو ايتلافي حکومت په جوړولو به هوکړه وکړي.

د ډاکټر اشرف غني ډېری پلويان په دې خوابدي دي، چې ښاغلي غني ولې ډاکټر عبدالله سره په ګډ حکومت جوړونې هوکړه کړې ده.

د ډاکټر اشرف غني د ټاکنيز ټيم يو فعال غړي او ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي عبدالرحيم ايوبي وويل، چې دوی خطا شوي وو، چې ټاکنې يې د ولس رايې بللې وې؛ ځکه چې د ډاکټر اشرف غني په واضح اکثريت ګټلې رايې د جان کيري د يوې خبرې قرباني شوې.

ښاغلي ايوبي زياته کړه، چې دی په دې اړه له خپل ولس سره خپل غمرازي شريکه وي او خلکو ته دا په ډاګه کوي، چې ټاکنې هيڅ معنا نلري او څه چې امريکا غواړي هماغه تر سره کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x