افغانستان

امریکا افغانستان لپاره د فولبرایټ سکالرشیپونو پروګرام لغو کړ

نن ټکی اسیا (شنبه،  ۹ سلواغه، ۱۴۰۰ل): امریکايي رسنۍ ای بي سي نیوز په یوه تازه راپور کې ویلي دي چې امریکا د افغانستان لپاره د فولبرایټ سکالرشيپونه پروګرام لغوه کړی دی.

ای بي سي د راپور له مخې د بهرنیو چارو وزارت هغه ۱۴۰ تنه کاندیدانو ته چې د انترویو (مرکې) لپاره شارت لست شوي وو، ایمیل کړی دی چې دغه پروګرام نور ختم دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي ای بي سي رسنۍ ته ویلي دي چې  فولبرایټ سکالرشيپونو پروګرام  د ۲۰۲۲-۲۳ اکادمیک کال لپاره د محصلینو د انتخاب پروسه نوره مخته نه وړي او د اینده کلونو لپاره هم د دغه بورسونو لپاره نور غوښتنلیکونه نه قبلوي.

نوموړي زیاته کړې چې اوس لپاره له افغانستانه د فولبرایټ سکالرشيپونو لپاره غوښتنلیکونه نه قبلوي خو که شرایط تغیر وخوړ، دوی به بیا د فولبرایټ سکالرشيپونو پروګرام لپاره غوښتنلیکونو د اخیستلو غوښتنه وکړي.

دا په داسې حال کې چې حاضره په امریکا کې تر ۱۰۰ زیات افغانان د فولبرایټ په سکالرشيپ په دغه هېواد کې زده کړو ته ادامه ورکوي او د امریکا حکومت د دغه محصلینو بېرته افغانستان د راستنېدو او نه راستنېدو په اړه جزییات نه دي ورکړي.

د فولبرایټ سکالرشيپونو پروګرام د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا اداره کیږي.

دغه پروګرام په ۱۹۴۶ز کال کې د امریکايي سناتور جیمز ویلیام فولبرایټ له خوا پر لاره اچول شوی دی چې تر دې دمه دوام لري.

د فولبرایټ د سکالرشيپونو پروګرام امریکا د کلتوري تبادلې له پروګرامونو څخه یو دی  او هدف یې د افرادو د تبادلې له لارې د امریکا او نورو هیوادونو ترمنځ د کلتوري اړیکو او کلتوري ډیپلوماسۍ پراختیا او د افرادو او مهارتونو د تبادلې  له لارې د علم او مهارتونو لوړول دي.

د دغه پرواګرام له لارې د امریکا حکومت شاوخوا ۸۰۰۰ امریکايي او غیرامریکايي محصلینو او سکالرانو ته سکالرشيپونه ورکوي چې له منځه یې افغانستان ته له یوې اوږدې مودې راهیسې هر کال په اوسط ډول شاوخوا ۱۰۰ کسانو ته دغه سکالرشيپونه ورکول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ورک ځاځی

دا خو ښه خبره ده. د ټاميانو د روزلو فابريکه بنده شوه. اوس به نه کوم اشرف غنى پيدا کيږى نه کوم بل څوک. لنډ مثال به دا درکم چى حفيظ الله امين نجيب الله کرزى اشرف غنى خليلزاد او داسى ډيرى نورى څيرى چى په تير ټامى رژيم کى شاملې وې ټولو د امریکا مسکو او هندوستان نه خپلې زده کړى کړى وى. نو اوس قضاوت ستاسو په لاس کې ده چې دا د افغانستان لپاره ښه وو او که بد؟

ناشنا

ټغنه، د علم او زده کړې هره دریچه چې وي د افغانانو په ګټه ده. حکمتیار، رباني، مسعود، استاد عطا، دوستم، محقق او نورو کله په امریکا او یا روسیه کې زده کړې کړې دي.

طوطی

هیڅ په درد نخوری. اوس د دفاع وزیر اعلان کړی چی هر طالب دی بدون د تحصیلی مدرکه په حکومتی ادارو کی مقرر شی. نن سبا صرف یو امضاء تمرین کړه چی امضاء د ښه پخه شوه بس نور ورځه پی حکومت ټول د بیسوادانو دی ماشاءالله. په فول برایت باندی زمونږه غوږ نه خلاصیږی.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx