افغانستان

د پاکستان له لارې افغانستان ته د هندي غنمو لېږد ممکن د فروري په لومړیو کې پيل شي

نن ټکی اسیا (شنبه،  ۹ سلواغه، ۱۴۰۰ل): پاکستاني رسنۍ ایکسرپریس ټریبیون د ديپلوماتیکو سرچېنو له قوله لیکلي دي چې   هند و پاکستان تر منځ د غنمو د لېږد پر لارو چارو موافقې ته رسېدلي او هند څخه افغانستان ته د پاکستان له لارې د غنمو لېږد ممکن د فرورۍ د میاشتې په لومړۍ اونۍ کې پيل شي.

دا لومړی ځل دی چې پاکستان له هنده د غنمو انتقال لپاره د خپلې خاورې استفادې ته اجازه ورکوي.

ایکسپریس ټریبیون د راپور له مخې هند و پاکستان د څو اونیو راهیسې افغانستان ته د هندي غنمو د لېږد په اړه بحثونه وکړل او په ابتدا کې د پاکستان وړاندیز دا و چې دغه غنم دې په پاکستاني لاریو کې د ملګرو ملتونو تر بینر لاندې افغانستان ته انتقال شي خو هند دغه وړاندیز رد کړی و او ټينګار يې وکړ چې غنم به یا په هندي او یا هم افغاني لاریو کې افغانستان ته انتقالیږي.

له اوږدو بحثونو رووسته دواړو لوریو پر دې موافقه وکړه چې غنم به په افغاني لاریو کې د افغان ترانسپورترانو له خوا انتقالیږي چې لست یې له پاکستان سره شریک شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عاصم افتخار ویلي دي چې د غنمو د لېږد په اړه ټول ترتیبات نیول شوي دي او دوی د هند له خوا د  غنمو د لېږد پيلیدو ته منتظر دي.

ديپلوماتیکو سرچېنو ایکسپریس ټریبیون ته ویلي دي چې د غنمو انتقال به د فرورۍ په لومړیو ورځو کې پيل شي او د موافقې له مخې هند باید دغه غنم د لومړني انتقال د پيلیدو وروسته په ۳۰ ورځو کې افغانستان ته انتقال کړي.

یادې سرچېنې ویلي دي چې دواړو لورو تر منځ د خرابو اړیکو سربېره موافقه کړې چې د افغانستان په حواله به همکاري کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دا څومره د شرم خبری دی. د معید د سفر نتیجه همداده شوه چی د هند خیراتی غنم ممکن د فبروری په میاشت را را انتقال شی؟ هغه غنم چی شپږ میاشتی مخکی هند غوښتل چی افغانستان ته انتقال شی بشری مرستی دی نه وسلې ولی پاکستان یی تر اوسه خنډ دی و نه یی پریږدی. خو زما دا خبره هم پر یاد ولری: دا غنم به خرابیږی او د فیبروری په میاست کی به هم را انتقال نشی. لعنت پر هغه کس چی پر پاکستانیانو باور او اعتماد کوی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx