دیني، سیرت او تاریخ

الله تعالی ولې غوماشی د بېلګې په توګه ذکر کړ؟

ژباړه: عبدالرحیم راشد

کله چې الله تعالی د بېلګې په توګه غوماشي ذکر کړه، نو کافرانو حیرانتیا وښودله او ویې ویل: څنګه د عالم د پیدا کوونکي سره دا ښايي چې په بېلګه کې یې یوه کوچنۍ حشره راوړه، الله تعالی فرمايي:
وَأَمَّا الَّذِينَ كَفَرُوا فَيَقُولُونَ مَاذَآ أَرَادَ اللَّهُ بِهذَا مَثَلًا [سُورَةُ البَقَرَة : 26]

یعنې او څوك چې كافران دي، نو هغوى د دې مثال په اورېدو وايي: “په داسې مثال راوړلو سره د الله اراده څه ده؟”.

د ۱۴۰۰ کلونو تېرېدو وروسته ډېرې لويې نښې ښکاره سوي دي.

د ښځینه غوماشي په سر کې سل سترګې، په خوله کې یې اته څلوېښت غاښونه، په ګېډه کې یې درې پوره زړونه، په خرطوم(نلۍ) کې یې شپږ نېښونه دي او هر یو نېښ لپاره جلا جلا وظیفه ده او همدارنګه یې په هر طرف کې درې، درې وزرونه دي.

د تودوخې وسیلې سره مجهز دي، د شعاعي سیسټم په څېر کار کوي او د پوستکي رنګ په تیاره کې ارغواني رنګ منعکس کوي، لکه د شپې لید سیسټمونه چې د سرتېرو لخوا کارول کیږي.

او همدارنګه د محلي انستیزیا وسیلې سره مجهز دی، چې له دې سره مرسته کوي چې خپلې ستنې د انسان بدن ته دننه کړي پرته له دې چې هغه شخص پوه او یا یې حس وکړي، تر هغه چې وینه وخوري.

د وینې د تحلیل وسیلې سره هم مجهز دی، دا بیا هیڅ وینه نه زغمي او د وینې د کمولو لپاره د یوې وسیلې سره مجهز سوې ده، ترڅو د وینې چښلو پروسې په جریان کې په خورا ښه نل کې وګرځېږي.

د بوی کولو وسیلې سره هم مجهز دی، چې له دې لارې کولی سي، د (60) متر لرې واټن څخه د انسان د خولې بوی حس کړي.

حتی ددې ټولو څخه عجیبه دا ده، چې اوسني ساینس کشف کړې چې یوه ډېره کوچنۍ حشره شتون لري چې د غوماشو په شا کې ژوند کوي، چې یوازې د مایکروسکوپ په مرسته لیدل کیدای سي.

الله تعالى فرمايي :”إِنَّ اللَّهَ لَا يَسْتَحْىِ أَن يَضْرِبَ مَثَلًا مَّا بَعُوضَةً فَمَا فَوْقَهَا ۚ “.[سُورَةُ البَقَرَة : 26]

یعنې بې شکه الله له دې څخه هيڅ کله شرم نه كوي چې د غوماشي يا له دې څخه هم د كوم زيات حقير شي مثال راوړي.

پاکي دې وي هغه ذات لره، چې پاچاهي، زور، غرور او عظمت لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx