افغانستان

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار د یو هیئت په مشرۍ کابل ته راورسېده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف د یو هیئت په مشرۍ کابل ته رارسېدلی دی.

ټاکل شوې ده چې نوموړی به کابل کې له افغان چارواکو سره په یو لړ مسائلو خبرې او بحثونه وکړي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني وايي، چې همدا اوس په کابل کې د پاکستاني هیئت او اسلامی امارت د چارواکو ترمنځ خبرې اترې پيل شوې دي. نوموړی زیاتوي په دغه خبرو کې به دوه اړخیز مختلف مسائل وڅېړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې د روانې جنوري میاشتې په ۱۸ مه ټاکل شوې وه، معید یوسف کابل ته سفر وکړي؛ خو د هوا د خرابوالي له امله دغه سفر هغه مهال وځنډېده.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار په مشرۍ پاکستان پلاوی په داسې مهال کابل ته سفر کوي چې په دې وروستیو کې د ډیورنډ فرضې کرښې او پاکستان ته د افغان مسافرو د تګ راتګ او یو لړ نورو مسائلو په هکله د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ یو لړ ناندرۍ رامنځته شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قتیبه

پاکستان د ملي امنیت سلاکار د یو هیئت په مشرۍ کابل ته راورسېده
؛؛؛؛؛؛
زما په فکر به داسی خه وایی چه ولیکل شی.
د پنجابستان ملی امنیت سلاکار په کابل کی د پخوا موجود دی.

ډاکڼر محمد ګل عبرت

البته ستاپه فکر

ډاکټر محمد ګل عبرت

البته ستا په فکر

ستانکزی

الله دی تاسو ته هدایت وکی نور نو به سه جواب درکو په زرونو تو مهر نو نور سه رقم وی ؟؟؟

خوګياڼي

د پنجابى پاکستان اسټبلشمنټ کومه ناوړه منافقانه د انګليسي کالونيالستى پالیسي چې ورته د غلام په حيث ورته پاتې ده د اسلام او افغان ولس په خلاف استعمال کړي او استعمالوي يې. اوس بايد په سپينو ټکو ور سره خبرې وشي. اول دا چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بنده کړې. دويم ازغن تار دې ژر تر ژره ټول کړي. دريم پښتنو او بلوڅو ته خپل پوره حقوق ورکړي. څلورم ټول غيب کړاى شوي پښتانه او بلوڅ بنديان دې خوشې کړي شي. پنځم د لراوبر پښتون ولس د ازاد او خپلواک بينلمللى څارنې او تضمین لاندې د ډيورنډ… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx