افغانستان

د بګرام پر پوځي اډې راکټي بريدونو ۶ امريکايان و وژل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۱۶مه ۱۳۹۳ل): بيګا د شپې شاوخوا لس بجې د کابل شمال کې د بګرام پر پوځي اډې درې توغنديز بريدونه وشول.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته به لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د دوی نظامي ملګرو بيګا شپه د بګرام پر پوځي اډې درې توغندي ورولي دي.

مجاهد د خپلو سرچينو له قوله وايي، چې نوموړو بريدونو کې لږ تر لږه شپږ امريکايي عسکر وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.

ايساف او افغان چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x