افغانستان

پوهنیار فضل الرحمن رحماني د کابل طبي پوهنتون رئیس وټاکل شو

نن ټکی اسیا (شنبه،  ۹ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د لوړو زده کړو وزارت پوهنیار فضل الرحمن رحماني د کابل طبي پوهنتون رئیس ټاکلی دی.

د لوړو زده کړو وزارت ویلي دي چې پوهنیار فضل الرحمن رحماني  د خوست  شیخ زاید پوهنتون د طب له پوهنځي فارغ دی.

یاد وزارت زیاته کړې چې ښاغلی رحماني معالج ډاکټر دی او د ننګرهار د طب پوهنځي کې علمي کادر و.

لوړو زده کړو وزارت همدا راز عظیم الله کامران اخندزاده د دغه پوهنتون مالي او اداري آمر په توګه ټاکلی دی.

عظیم الله کامران د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي څخه فارغ  دی.

د یادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو وزارت په دې وروستیو کې د هېواد یو شمېر پوهنتونونو ته نوي رئیسان او مالي او اداري آمرین ریاست الوزرا ته وړاندیز کړي ول چې تاییدي یې په دې وروستیو کې راغلې ده.

نوي ټاکل شوي رئیسان د پوهنتونونو استادان او علمي کادرونه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sayed

لا تر اوسه پوهنيار دى. بايد پوهاند وای. علمي رتبه يي لا پوره کری نه ده.

ډاکټر محمد ګل عبرت

البته ستا په فکر

ورک ځاځی

د نوى ريس صاحب څخه هيله کوو چى تر ټولو د مخه د پوهنتون د ټولو استادانو څخه د سويى امتحان واخلي او دا معلومه کړى چى څومره استادان د پخوانيو جنرالانو په شان ماشينى دى او څومره اصلي دى. تر دى مرحلى وروسته يو تصفيوى چاڼ شروع کړى چى ټول ملحد نظره او داسى نور بى کفايته خلو ته دا موقع برابره نشى چى زمونږ د ځوان نسل اذهان بيا مشوش او خراب کړى. او نه څوک له دى آدرس څخه په ټولنه کى شر او فساد جوړ کړى.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx