
نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د عصري او ځیرک موبایلونو په وخت کې د ټکنالوژي او په ځانګړې توګه د ویدیویي ګیمونو لیوالتیا تر بل هر وخت زیاته شوې چې د خلکو پر ذهنیت یې منفي اغیز کړی او د یو شمېر پېښو لامل شوی دی.
په دې وروستیو کې د پاکستان په لاهور ښار کې یوه ۱۴ کلن هلک چې د پب جي انلاین لوبې څخه اغیزمن شوی د خپلې کورنۍ څلور غړي وژلي دي.
د لاهور پولیسو یوه افسر رسنیو ته ویلي، دغه کس ټوله ورځ په پب جي لوبې بوخت و چې له ماتې خوړلو وروسته یې تومانچه راخیستې، لومړی یې خپله مور او بیا یې درې خویندې ورونه وژلي دي.
د راپورونو په وینا دغه هلک چې زین علي نومیږي پولیسو ته د تحقیقاتو پرمهال ویلي، فکر یې کوه د پب جي لوبې په څېر به دده مور، خویندې ورونه هم بیرته راژندي شي.
هغه زیاتوي له ډير ګیم کولو وروسته هم خپل هدف ته ونه رسېده چې هواس یې له لاسه ورکړي او د مور او خویندو کوټې ته ورغلی چیرته چې هغوی ویده وو او دغه ګام یې پورته کړی دی.
هغه خپله مور چې پنځه څلویښت کلنه، مشر ورور ۲۰ کلن او دوه خویندې چې پنځلس او لس کلنې وې وژلي دي.
پب جي PUBG سویلي کوریایي ویدیویي ګیم دی چې یو کس خپل هدف ته د رسېدلو لپاره خپل ټول مخالفین وژني، چې یو پړاو یې نږدې ۳۰ دقیقې وخت نیسي.
دغه ویدیویي ګیم په تېرو څو کلونو کې د نړۍ تر ټولو زیات ښکته شوې انلاین لوبه ده چې د نورې نړۍ سربېره په اسیایي هېوادونو کې زیات مینوال لري او په پراخه کچه کارول کیږي.
له دې وړاندې په یو شمېر هېوادونو کې داسې ډیرې پېښې مخته راغلي چې د پب جي لوبې کونکي خپل خپلوان یا دوستان وژلي وي، او یا یې هم خپله ځان وژنه کړې وي.
د پاکستان مخابراتي شبکې د ۲۰۲۰م کال په لومړیو کې پر یاد ګیم بندیز لګولی و خو وروسته د محکمې له لوري دغه بندیز لرې کړل شوی چې اوس یې بیا د بندیدو غوښتنه کړې ده.
د نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې هم ددغې لوبې لیوالتیا زیاته شوې ده. که څه هم ددې له کبله د وژنې کومه پېښه نه ده راپور شوې خو د خلکو ترمنځ یې لیوالتیا د وخت ضیاع او په خلکو کې د بد اخلاقۍ لامل ګڼل شوې ده.