
سبا د کابل ـ جلال آباد لویه لاره تړل کیږي
نن ټکی اسیا (شنبه،۹ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت وايي، سبا د یکشنبې په ورځ ماسپښين ۳ بجې به د کابل ـ جلال آباد لویه لاره تړل کیږي.
د ټولګټو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د کابل ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند د غرو په څوکو کې د ترمیماتي چارو له کبله به د کابل ـ جلال آباد لویه لاره تړلې وي، ځکه یې له ټولو مسافرو و موټر چلوونکو غوښتنه کړې چې پر دغه لاره له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.
باید وویل شي چې دا په تیرو څو اونیو کې څویم ځل دی چې د کابل ـ جلال آباد لویه لاره د سروبي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د غرونو د تیرو څوکو د ښویېدو او پاکېدو له کبله تړل کیږي.
د تیرې اونۍ په سه شنبې ورځ(۵ سلواغه) هم د ټولګټو چارو وزارت مسئولینو یاده لاره د مازدیګر له څلورو بجو څخه وروسته د مسافرو او ترافیکو پرمخ وتړله او د څلورو ساعتونو په موده کې یې د غره هغه تیره څوکه رانسکوره کړه، چې د درنو اورښتونو پرمهال به رانسکورېدله او لارې د بندېدو لامل به کېده.