ورزش

کرکټ بورډ: د زمبابوې پر وړاندې لوبې وځنډېدې خو د بنګلادیش سره سیریز ترسره کیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د افغانستان او زمبابوې کرکټ لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو او دوه شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ چې ټاکل شوې وه د راتلونکې فبروري میاشتې په لومړیو کې د زمبابوې په کوربه توب ددغه هېواد په پلازمېنه هراري کې ترسره شي، تر نامعلومې نیټې وځنډیدلې.

دغه سفر د لومړي ځل لپاره د تېر کال په دیسمبر میاشت کې پلان شوی و، خو په افریقایي هېوادونو کې د کووید-۱۹ ناروغۍ د نوې بڼې اومیکرون د خپرېدو له امله د افغانستان د کرکټ بورډ په غوښتنه فروري میاشتې ته وځنډول شو.

په دې تړاو د افغانستان کرکټ بورډ د عملیاتي څانګې مدیر عبدالولي امین وايي چې دوی له زمبابوې کرکټ بورډ سره په اړیکه کې و، ترڅو د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د نوې بڼې پر وړاندې د تدابیرو په پام کې نیولو سره یادې لوبې ترسره کړي. د نوموړي په وینا چې د حالاتو له ارزولو وروسته دواړو خواوو پرېکړه وکړه چې دغه لوبلړۍ په فروري میاشت کې ترسره کړي.

خو اوس د زمبابوې کرکټ بورډ په یوه خبر کې ویلي چې د ځینو ستونزو له کبله نشي کولی د افغانستان پر وړاندې د راتلونکي لوبلړۍ کوربه توب وکړي.

عبد الولي امین د کرکټ بورډ رسنیو څانګې ته ویلي: «موږ خپله ارزونه کړې وه او چمتو و، ترڅو لوبډله زمبابوې ته ولېږو، خو د زمبابوې کرکټ بورډ خبر راکړ چې د سیالیو د ژوندي خپراوي او د پرېکړو د بیا کتنې سیسټم لپاره د اړینو امکاناتو پر برابرولو بریالي نه شول چې له همدې امله غواړي دغه لوبې د اوسمهال لپاره وځنډوي».

په تېرو دوه کلونو کې د افغانستان کرکټ لوبډلې یو شمېر سیریزونه په یوه او بله پلمه لغوه شوي دي. افغان لوبډلې تېر کال یوازې د درې یو ورځنیو سیریز د ایرلینډ پر وړاندې ترسره کړی و او په شل اوریز نړیوال جام کې یې ګډون کړی و.

ټاکل شوې وه د زمبابوې پر وړاندې په په دغه سفر کې درې نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ چې د کرکټ نړیوالې شورا د سوپر لیګ لوبو برخه دي او د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام سیالیو ته د لارموندنې په موخه ترسره کېږي، د دوه شل اوریزو سره یوځای شاملې وې.

خو بل لوري ته د افغانستان کرکټ بورډ په پلان کې لري چې افغان ملي لوبډله په راتلونکې فبرورۍ میاشت کې د دریو نړیوالو یو ورځنیو او دوه نړیوالو شل اوریزو سیالیو لپاره بنګلادېش ته سفر وکړي، چې یو ورځنۍ سیالۍ به یې د کرکټ نړیوالې شورا د سوپر لیګ سیالیو برخه وي او د بنګله دېش هېواد په کوربه توب به ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ دوه میاشتې وړاندې د راتلونکو دوه کلونو لپاره د ټیسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو مهالویش په ډاګه کړ، چې له مخې یې د هالنډ پر وړاندې سیریز ترسره شو خو د زمبابوې پر وړاندې لوبې وځنډول شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx