
د بدر منیر اس
حفيظ الدين پيرزاده
ملگری مې لوړ پوړی چارواکی شوی. زما څو نور ملگري یې ھم تر لاس لاندې کار کوي!
یو وخت به ھغه زما پوښتنه کوله، اوس یې زہ پوښتنه کوم ،خو پیدا کولای یې نه شم!
یو وخت مې مشورو ورته ځانگړی ارزښت درلود، خو اوس یې لوستلو ته وخت نه لري!
یو وخت به مې چې د واتس اپ له لیارې پیغام ور واستوہ، ډیر ژر به یې ځوابوہ، اوس یې ویني خو ځواب نه راکوي!
ھغه به ښایي ډیرې بوختیاوې لري خو حیران یې تر لاس لاندې نورو ھغو چارواکیو ته یم چې زہ یې خپل ملگري بولم؛ ھغوی ھم په غصه دي او ځواب نه راکوي!
یا به ښایي د دې کلي نرخ ھمدا وي چې څوک په ټټو سپور شي، وایي به: د ځمکې خلکو خدای پامان!
د دې ملگرو تعامل ماته د پښتو فلمونو اتل مرحوم
بدر منیر اس را په زړہ کړ!
ھغه به کله چې پر خپل اس سپور شو او د بدمعاش څخه د انتقام اخیستلو پر نیت به د جگړې ځای ته ورسید نو ھلته به یې په ډیرہ غصه او جگ آواز بدمعاش ته سپکې سپورې ویلې!
د بدرمنیر له ھر جذباتي ډائیلاگ سرہ به یې آس تر ھغه زیات په غصه وو، شڼیدہ به ، سترگې به یې له غصې ډکې وې او پر دوہ پښو به ولاړ وو!!
دوستانو!
زہ ھماغه مھال د بدر منیر د غصې پر لامل پوھیدم؛ کله به یې بدمعاش پلار ور وژلی وو، کله به یې د ھغه جایداد غصب کړی وو؛ کله به یې کوم بل ظلم ورسرہ کړی وو، او داسې نور!
خو ان ھماغه مھال مې ھم د آس د غصې لامل نه شو پیدا کولای!
حیران به وم، له ځان سرہ به مې سوچ کوہ چې آس ته یې خیر شه!
بدمعاش خو ھغه ته ھیڅ ھم نه دي ویلي نو بیا ولې په غصه دی؟!!
لکه څرنگ چې ھغه مھال د آس د غصې لامل را څخه ورک وو، ھمدا راز اوس د منځپوړیو ملگریو چارواکیو د ځان پټولو لامل ھم!!!
څښتنه! زوړ ایمان ته مو خیر کړې!
حفیظ الدین پیرزادہ
د جنورۍ ۲۷/ ۲۰۲۲ م
لندن
پيرزاده صاحب د مينې ډک سلامونه او نيکې هيلې ومني! خير د چا ځنې مه خپه کېږه د دغې نيمګړې دنيا په څير ملګري هم د ظرورت پورې تړلي دي. يعنې چيرته يې چې ښه وى هلته يې شپه وي. که تاسو د عمر فاروق رض الله د خلافت د وخت طمع د خپلو ملګرو ځنې کوي نو دا به يواځې خيال او محال وي. په انګليسي کې وايي friend in need is friend indeed.
ښاغلی پیرزاده ورور ته دی الله سبحانه و تعالی اوږد او نیک ژوند ور په برخه کړی عجائبی به لا ووینی او ووینو. د یویشتمی پیړۍ د صهیونیزم او انګریز د مرموزو او پیچلو لوبو څرنګوالی ته په کتو سره د انتظار او توقع څخه به لیری نه وی چی ( مثلاً ) آس د بدرمنیر پر شا سپور او دوری هوری ټوپونه وهی.
ایقه چرب هم نی،،،، ههههه
باور دارم که باور دارید بنده از ” چرب و چربی ” تنفر دارم ضمناً متیقِن هستم که جناب عالی از عاقبت اتهام زنی نیز آگاهی کامِل دراید.
پیرزداده صاحب د چارواکو لوري ته دې لویه پوله وي،،، تاسو خپل مسوولیت ادا کړی دی،، تاسو به خامخا له داسې ورکو ملګرو سره په اړیکو کې پاته شوي وی چې دا اړیکه د ژوند په قیمت هم تمامېدلای شوای،،، پام پرې ساتی، دعاګوی یې اوسی، شپږ شلې عذرونه ورته وتراشی،،،، اما د خپل عزت النفس په پار مو ځان ترې ورک/ګوښی/ګوښه ساتي،، اوس یا په نږدې راتلونکې کې د دوی مسوولیت او واجب دی تر څو تاسو پیدا کړي لکه څنګه چې تاسو موندلي یا په هره وسیله پاللي وو… د تاسو د تسلیت لپاره زه چې چېرته کار… نور لوستل »
غوربندی صاحب، سلامونه او نیکی هیلی
د خپلواکی تر لاسه کولو او اسلامی نظام د قایمیدو مبارکی درته وایو، پخوا مو د ځآی پوښتنه هم نشوه کولای اوس خو شرایط بدل شول اوس چیری او څه مصروفیت لری موږ خو متقاعد پاچاهان یو
عزتمند استاد بیانزی صاحب تاسو ته هم د اګست له پنځلسمې نیولي تر دا ننه د هرې ورځې مبارکي وایم،،، دوه زره اوولسم کال کې مو والد صاحب وفات شو،، رحمه الله ،،، جنازې ته یې ولاړم،،، کابل کې اکثره خلکو کلي ته د نه تللو ټینګار کاوه،،، زه ولاړم،،، دوه شپې مې وکړې،، سره لدې چې ډرون پر اسمان ګرزېدې اما د سکون احساس مې کاوه،، 48 ساعته مې په داسې ځمکه ساه واخسته چې هلته ا.ا. حاکم وو،،، اوس خو دا دی ټول وطن خپلواک او ازاد دی،، هغه چې په وطن کې د ننه اوسي ویښ، خوب… نور لوستل »
غوربندی صاحب ، زما شمیره : 2093105908
hbayanzay@gmail.com
پیرزاده صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنۍ !
وایی ، په بی صبرۍ معشوقی چا موندلی دینه.
خبر شوم چه کورنۍ کی مو څوک په حق رسیدلی وه ، ډیر تلیفونونه می درته وکړل تلیفون مو نه ځوابولو، د نن ټکی اسیا له لیاری درته فاتحه کوم الله ج دی هغه وبځشی . په دی اړه زیات څه نه لیکم، غم باید رانوی نه شی همدومره بسنه کوی.
ټوقه: د چا ازار خو به نه وی ، چه د کابل له دوستانو خوابدی شوی کله چه ووینو تندی به سره ومږو ، له دی وروسته واوری ماتی کړه.
ټولوخوږو دوستانوته نیکی هیلې اوسلامونه.قدرمنودریښتینو افغانانودادنده ورترغاړي ول چې داشغال پای اویوخپلواک نظام حاکمول ول چې په دی لاره کې چاسرونه نذرانه کړل اوچا مادې قربانې چا خپل خواږه عمرونه دزندان دتورتنبوترشأپه انتظارتیر کړل اوچا دقلم په نوکه درنګ څاڅکې وڅڅول . الله ج دی ټولوته اجرورکړي اعادی ته اړتیانشته دالله ج داحسان، رحم اوکرم منندیویوچې دخپلواکۍ په سترنعمت یې ونازولواوقربانیومورنګ راوړو.
له داسى ملګرو دى الله سبحان وتعالى هر څوک وساتى چى يوازى هغه ورپه ياديږى چى کله يو منصب ولرى.
ورک ځاځې صیب.دابه بی انصافې وی چې دااا رهبرې دی خپل اصلې خواخوږې دپامه وغورزوې خوبیاهم انسانان دي دتیروتنوڅخه مبراه نه دي مګردځینودوستانوداحسان پیټی دهغه ترغوښتنی پورته وی نوکیدای شي چې کوم بی مسئولیته کس جواب نه وی ورکړی داپه دی مانانه دی چې ټول د ااا مشران اوکشران دی چاته جواب ورنه کړی داسمه ده چې ځنی فیسبوکیان اویونیم دprt کسان به یې چیرته په دندو ګمارلې وي چې دلته بیاد پیرزاده صیب ګیله تریوحده په ځای ګڼم که ده ته یې هم چیرته دټیټې کچی یوه دنده ورکړی وای نوااا به یې د ګیلواوګذاروڅخه په امن وای. زماداندکه… نور لوستل »