افغانستاناقتصاد

پاکستان د افغانستان په ۱۸ قلمه صادراتي توکو محصول معاف کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې مسئولینو په کابل کې د ناستې پرمهال په یو لړ موضوعاتو د بحث پرمهال پاکستان ته د افغانستان په صادرېدونکو ۱۸ قلمه توکو محصول معاف کړی دی.

تیره ورځ د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف په مشرۍ او د افغانستان لپاره د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي استازي محمدصادق خان په ملتیا یو پلاوی کابل ته راغلی او دلته یې د افغان کابینې له یو شمېر غړو سره د لیدنې ترڅنګ د سوداګرۍ او صنایعو وزارت رهبرۍ پلاوي او خصوصي سکتور استازو سره هم تخنیکي ناسته کړې ده.

د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه ناسته کې د خصوصي سکتور په استازولۍ د «ګډې» خونې د مديره پلاوي رئيس خان جان الکوزي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مديره پلاوي سرپرست رئیس محمد يونس مومند او د ګډې خونې اجرائیوي رئیس نقيب الله صافي ګډون کړی وو.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې د غونډې په جریان کې په لاندې اتو مواردو بحث شوی چې تفصیل یې په لاندې ډول دی:

۱ـ د افغانستان د صادراتو لپاره د پاکستان د مرکزي بانک د وارداتو د بريښنايى فورمى يا EIF شرط ختم کړل شو.
٢- د بانکونو د بيا فعاليدلو پورى به په بارتر توګه سوداګري ترسره کيږي
٣- د افغانستان په اتلس قلمه صادراتي توکو باندى د پاکستان لخوا د محصول معاف کيدل.
٤-دوه اړخيزه مشترکه پانګونه بايد تشويق کړل شي او ددى لپاره بايد دواړه هيوادونه خپله پاليسي واضحه او اسانه کړي.
٥- د زراعت او کرهڼى سکتور بايد تقويه کړل شي ترڅو دوه اړخيزه سکتور د يو بل سره په نوي تيکنالوجي کى مرسته وکړي
٦- په کراچى بندر کې بايد افغان مالونو ته هر اړخيزه اسانتياوې برابرې کړل شي
٧- په بندرونو کى تخنيکي ستونزى بايد له نږدي وڅارل شي او بايد د دايم لپاره ختمى شي
٨- دوه اړخيزه ټرکونو د تګ راتګ لپاره بايد زر تر زره يو ميکانيزم جوړ کړل شي
په افغانستان کې د نوي اسلامي حکومت له راتګ وروسته دا لومړی ځل دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ ګډې خونې مسئولین په کابل کې ناسته کوي او د سوداګرۍ، ټرانزیټ او پانګونې په لاره کې پرتو ستونزو په اړه خبرې او بحثونه کوي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

پر پاکستان اعتبار ندی پکار. تر اوسه یی د هند خیراتی غنم بند کړی چی افغانستان ته را انتقال نشی. د افغانانو تجارتی اموال د واګی تر بندره نه پریږدی افغانانو ته اجازه نه ورکوی چی د واګی له بندره له هند سره تجارت وکړو بیا خپل سره توقع د دی لری چی د ازبکستان تر بندره باید د دوی مالونه بدون له کومی ستونځی ولاړ شی. چی کله د میوو فصل را نژدی شی بیا پاکستانیان خپله ګمرکی تعرفه د افغانانو پر میوو هم لوړه وی او حتی په یوی او بلی بهانی د تورخم او سپین بولدک دروازی… نور لوستل »

Karwan

طوطي ځوانه،
خبره دي صحت لري، اما په دي بايد افغانان پوه شي ، چه موږ د پاڼ او پړانګ په منځ کي يوه. داددي په معني چه له يوي خوا دتجارت او سمندري لاره نلرو اوله بلي خوا ډير رذيل همسايګان لرو! نو ته فکر وکړه چه ددغو رذيلانو سره ځنگه سياست بايد غوره شي! مننه
کاروان

Sayed

اوس خو افغانستان د دوى يو ايالت دى، نو ديته ضرورت نشته. دوى غواري چى افغانستان بيرته كراچی پوری وصل کري او دا كار يي د طالبانو په واکمنولو ترلاسه کر. اصلي موخه يي د هيواد انحصار دى او هغه ترلاسه شو.

ورک ځاځی

که ستا په آند اوس افغانستان د پاکستان يو ايالت ده نو ته لا ژوندي ولى يى؟ او د دى پر ځاى چى بنګړي واجوى او ټيکرى پر سر کى راځى او کومنټونه کوى.

دکتور مجاهد

ورک ځاځی صاحب!
سید جان د غنی باډی کارد دی، اماراتو کی تشریف لری ، شرم کم کړه ډوډۍ ډیره ده ځان ولی وژنی

Karwan

يو مخرب او رذيل انسان به داسي ناوړه تبليغات کوي. دغسي خلک لکه سيد هيځ وخت دافغانستان په خير ندي. کاروان

زبیر

موږ باید ویښ اوسو په پاکستان باورندی پکار چي څه راسره کوي هغه به ورسره کوو

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx