شخصیتونه

د امام ترمذي رحمة الله علیه ژوند

مولوي محمد عمر خطابي

د سنن الترمذي د مؤلف کنيت ابوعيسي دی، نوم او نسب يې محمد بن عيسى بن سورة بن موسى بن الضحاك السلمي الضرير البوغي الترمذي رحمة الله علیه دی.

امام الترمذي رحمة الله علیه په ٢٠٩ هجري کال کي زېږېدلى دی او په ٢٧٩ هجري قمري سنه کې د ٧٠ کلونو په عمر وفات شوی دی البته سمعاني وايي: په ٢٧٥ سنه کې د بوغ په کلي کې وفات شوی دی.

بوغ د ترمذ د کليو څخه يو کلى دی، د ترمذ ښارگوټى د بلخ د ويالې يعنې د جيحون چې اوس د امو د سيند په نامه يادېږي پر شمالي غاړه پروت دی‌.

ترمذ د ما وراء النهر د ښارونو په جمله کې راځي، ځکه ما وراء النهر هغو ښارونو ته وايي چې د امو د سيند هغې خوا ته پراته دي لکه بخارا، سمرقند، جند، خجند او داسې نور.

امام ترمذي رحمة الله علیه د احاديثو له حافظانو څخه يو ستر او مشهور حافظ دی، د امام بخاري، امام مسلم او امام ابي داؤد رحمة الله علیهم له شاگردانو څخه دی او همدا ډول د دوی د مشايخو او استاذانو څخه يې هم په بصره، کوفه، واسط، ري، خراسان او حجاز کې احاديث اورېدلي دي.

امام ترمذي د امام بخاري خليفه او ځای ناستى دی، وايي چې بخاري وفات سو خو د امام ترمذي په شان يې بل عالم، حافظ، زاهد او پرهېزگار شاه ته پرېنښود، له امام ترمذي څخه بې شمېره خلکو د احاديثو زده کړه کړې ده.

ددۀ له مناقبو او ښېګڼو څخه يوه ښېګنه داده چې امام بخاري يو حديث ورڅخه را نقل کړی دی، البته د صحيح بخاري څخه د باندې. نو دا هم د امام ترمذي لپاره لوی وياړ او افتخار دى چې امام بخاري غوندې شخصيت د يو حديث روايت ورڅخه کوي‌.

د امام ترمذي رحمة الله علیه پر علميت او فقاهت باندې ددۀ کتاب جامع الترمذي يو ښه شاهد دی، د امام ترمذي د تاليفاتو څخه يو شمائل الترمذي هم دی چې دا په شمايلو کې د تاليف سوو کتابونو تر ټولو غوره او ښه کتاب دی.
پر شمايل الترمذي ډېرې شرحې ليکل سوې دي لکه شرح القسطلاني، شرح السيوطي، شرح ابن الحجر المکي، شرح ملا علي القاري، شرح المناوي او داسې نور…

جامع الترمذي په صحاح الستة کې دريم مقام لري او د سنن الترمذي په نامه هم ياديږي البته په جامع الترمذي زيات شهرت لري.

امام ترمذي رحمة الله علیه وايي:
ما دا کتاب د حجاز، عراق او خراسان علماوو ته وړاندې کړی، هغو ټولو خوښ کړی او که د چا په کور کې جامع الترمذي وي نو لکه د هغه په کور کې چې د الله جل جلاله نبي وي او ورسره غږيږي.

امام ترمذي رحمة الله علیه يو حديث په ثلاثي يعنې درې کسيز سند هم را نقل کړی دی:

حَدَّثَنَا إِسْمَعِيلُ بْنُ مُوسَى الْفَزَارِيُّ ابْنُ بِنْتِ السُّدِّيِّ الْكُوفِيِّ حَدَّثَنَا عُمَرُ بْنُ شَاكِرٍ عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَأْتِي عَلَى النَّاسِ زَمَانٌ الصَّابِرُ فِيهِمْ عَلَى دِينِهِ كَالْقَابِضِ عَلَى الْجَمْرِ (الترمذي )

ژباړه: پر خلکو داسې زمانه راتلونکې ده چې پر دين باندې صبر کوونکي به يې داسې وي لکه د اور سکروټې چې چا په موټي کې نيولې وي.

دا حديث امام ترمذي د اسماعيل، عمر او انس رضي الله عنهما په سند د رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه را نقل کړی دی، تر دې وړاندې موږ يادونه کړې ده چې بخاري ٢٢ ثلاثيات لري.

په بستان المحدثين کې وايي: د امام الترمذي تصنيفونه ډېر دي خو تر ټولو غوره او ښه يې همدا جامع الترمذي دی، بلکې د ځينو وجهو له کبله د حديثو پر ټولو کتابونو غوره او احسن دی پر نور کتابونو يې د غوره والي وجې دادي:

لومړى: جامع الترمذي په ډېر ښه ترتيب وډل سوی دی او تکرار هم نه لري.

دوهم: ترمذي رحمة الله علیه د فقهاوو مذهبونه هم ذکر کړي دي او د هر مذهب والا د استدلال وجه يې هم بيان کړې ده.

دريم: د حديثو ډولونه لکه صحيح، حسن، ضعيف، غريب او معلل يې هم پکې ښودلي دي.

څلورم: د راويانو نومونه، لقبونه او کنيتونه يې هم پکې بيان کړي دي.

دا څلور واړه د جامع الترمذي ډېرې ښکلې او ګټورې ځانګړتياوې دي چې د حديثو په نورو کتابونو کې يې سارى نه ليدل کيږي.

ابو اسماعيل الهروي وايي: جامع الترمذي زما په اند تر بخاري او مسلم هم زيات ګټور دی، ځکه له دې کتاب څخه هر څوک ګټه اخيستلى شي خو د بخاري او مسلم څخه بېله لويو علماوو څخه بل څوک ګټه نشي اخيستلى.

امام الترمذي وايي: د دې کتاب په ټولو حديثونو عمل کول کيږي. د علماوو څخه څوک يې په يوه حديث او څوک يې په بل حديث استدلال او عمل کوي البته بې له دوو حديثونو څخه چې په هغو باندې څوک عمل نه کوي يو د ابن عباس رضي الله عنهما دا روايت:

أن النبي صلى الله عليه وسلم جمع بين الظهر والعصر بالمدينة والمغرب والعشاء من غير خوف ولا سفر ولا مطر .
او بل دا حديث چې نبي صلى الله عليه وسلم وايي:

إذا شرب الخمر فاجلدوه فإن عاد في الرابعة فاقتلوه.

د دې دواړو حديثونو علت ما په کتاب کې بيان کړی دی.

جامع الترمذي ډېرې شرحې لري چې د هغو له جملې څخه يې څو په لاندې ډول دي:

١- عارضة الأحوذي في شرح الترمذي:
دا د محمد بن عبدالله الاشبيلي رحمة الله علیه چې په ابن العربي شهرت لري شرح ده. ابن العربي مالکي مذهبه دى او په ٥٤٦ هجري قمري سنه کې وفات سوی دی.

٢- تحفة الأحوذي بشرح جامع الترمذي:
دا د محمد عبد الرحمن بن عبد الرحيم المباركبوري أبو العلا رحمة الله علیه شرح ده.

٣- العرف الشذي شرح سنن الترمذي:
دا د مولانا محمد انور شاه بن معظم شاه الكشميري الهندي رحمة الله علیه شرح ده.

٤- قوت المغتذي على جامع الترمذي:
دا د جلال الدين السيوطي شرح ده.

٥- د حافظ ابو الفتح محمد بن محمد بن سيد الناس اليعمري رحمة الله علیه شرح:
ابو الفتح رحمة الله علیه شافعي مذهبه دى په ٧٣٤ هجري قمري سنه کې وفات سوی دی البته دا شرح د مؤلف لخوا تکميل شوې نه ده بلکې حافظ زين الدين عبد الرحيم بن حسين العراقي رحمة الله علیه چې په ٨٠٦ کال وفات سوى دی ورپسې تکميل کړې ده.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx