افغانستان

کندز: د قومندان په ګډون لس اربکيان طالبانو ته تسليم شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۱۶مه ۱۳۹۳ل): د کندز ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې چهاردره ولسوالۍ کې د اربکيانو يو قومندان سره له خپلو نهو ملګرو طالبانو سره يو ځای شوی دی.

د کندز امنيه قومندان جنرال مصطفی محسني وايي، چې چهاردره ولسوالۍ کې د باز محمد په نوم د اربکيانو يو قومندان له خپلو نهو ملګرو سره د طالبانو ليکو ته ورغلی دی.

محسني زياتوي، چې قومندان بازمحمد د مولوي شمس الدين په مرسته طالبانو ته تسليم شوی دی.

د ښاغلي محسني له قوله مولوي شمس الدين چهاردرې ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، مګر د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې پرون د چهاردرې ولسوالۍ يتم سيمه کې يې د اربکيانو پر پوستو ډله ييز بريد کې درې پوستې نيولي دي.

مجاهد زياتوي، چې د نوموړې نښتې په ترڅ کې يې درې اربکيان وژلي او څلور يې ژوندي نيولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x