دیني، سیرت او تاریخ

د دین د لارښوونکو خبرې

بصیر احمد

۱. هغه څوک چې قرآنکریم خپل لارښود جوړ کړي، نو قرآنکریم به یې تر ټولو پر مطمئنه او ارامه لاره لارښوونه وکړي.

۲. هغه څه چې خپله يې نه خوري، نو په بېچاره او غریبانو خلکو یې هم مه خورئ!

٣. د عقل تر ټولو ارزښتناکه مرحله، ځان پیژندنه ده.

۴. له ګناه څخه توبه وکاږئ؛ ځکه توبه وېستونکی سړی داسې دی لکه ګناه چې يې نه وي کړې.

۵. عجبه ده! انسان د احتیاج پر وخت عاجزه او خاكساره او د بې احتیاجۍ پر وخت مغروره او جفا کاره وي.

۶ . که دومره مال لرې چې ستا کفایت او بسنه کوي، نو د نور داسې مال په لټه مه کېږه چې تا په سر کې اچوي.

7. نرم اوسه! خو عاجزه نه.

۸. سخت اوسه! خو بد اخلاقه نه.

۹. د نورو په لوېدلو او ستونزو مه خوشحاله کېږه! ځکه ته نه پوهېږې چې دنیا ستا لپاره څه تیار کړي دي.

۱۰. د ظلم څخه پرهېز وکړه! ځکه د مظلوم ښېرا ژر قبلیږي.

۱۱. کامل مسلمان د وږي همسایه په څنګ کې په ماړه نس ډوډۍ نه خوري.

۱۲. تر ټولو ښه سړی هغه دی، چې تر نورو ډېر خیر رسونکی وی.

۱۳. دوه خویونه دي چې تر دوی ښه خویونه نسته، ۱. پر الله جل جلاله ایمان، ۲, خلکو ته ګټه رسول.

۱۴. زكات، نفس پاکوي او مال ډېروي.

۱۵.د تقوا اساس د ګناه څخه پر پرهیز او د حرامو څخه پر لرې کېدلو دی.

۱۶. انسان چې هر څه ګالي د خپل لاس له امله يې ګالي.

۱۷. د ناپوه سړي یوه نښه دا ده، چې د هرې خبرې سره قسم اخلي.

۱۸. ستا د زړه راز، ستا د بدن د وينو مثال لري، نو هغه یوازې په خپلو رگو کې وساته!.

۱۹. څوک چې د سالم ژوند تېرولو غوښتنه لري، نو باید په هر کار کې اعتدال او میانه روي وکړي.

۲۰. له حرامو څخه پرهېز وکړه! چې تر ټولو عابد وشمېرل شې.

۲۱. په خپل قسمت راضي شه! چې تر ټولو شتمن وشمېرل شي.

۲۲. څوک چې ستا څومره احترام کوي، په هغه اندازه يې قدر وکړه!.

۲۳. د بخیل شتمني او اساني تر ټولو کمه ده.

۲۴. خپل ځان په ښه نیت او هدف عادت کړه! چې خلاصون پیداکړي.

۲۵. امانت ساتنه رزق و روزي زیاتوي.

۲۹. هیڅکله پر ټيټو او نا اهلو خلكو تکیه مه کوه! ځکه چي په خواري او ذلت کي دي اچوي.

۲۷. برکت د مشرانو سره دی.

۲۸. مؤمن د سختیو په وړاندې تر غره هم سخت وي.

۲۹. د مخلوق د راضي کولو لپاره خالق مه ناراضه كوه!.

۳۰. زما د امت تر ټولو بهتر فرد هغه دی، چې نه ډېر نعمتونه ولري چې سرکشي وکړي او نه ډېر مسکين وي چې فقر وکړي.

۳۱: هر څوک چې زموږ د مشرانو تعظیم نه کوي، زموږ د ډلي څخه نه دی.

۳۲. الله جل جلاله هغه سړی دوست لري، چې ورین تندی ولري او د خلکو سره ښه سلوک کوي.

۳۳.د ګناه څخه لاس لنډول د توبې د قبلېدو تر غوښتني بهتره دی.

۳۴. زیاتوب کول ناخوښه دی، خو په نېکو کارونو کې زیاتوب کول معنی نه لري.

۳۵. صدقه د مال د ډېرښت سبب دی، نو صدقه وکړئ! چې الله جل جلاله مو مال در ډېر کړي.

۳۶. د هغه چا په ملګري کې خیر نسته، چې تا هم وزنه او همقدره نه بولي.

۳۷. تر ټولو بد او شریر انسان هغه دی، چې خلک يې د ځان ساتلو په سبب احترام کوي.

۳۸. په جنت کي يوه درجه ده، چې يوازې به هغه خلک ورځي چې په دنيا کې يې غمونه او تکليفونه لیدلي وي.

۳۹. هغه چا لره دي خوشحالي وي ! چي باطن يې ښه، ظاهر يې برابر او شر یې چاته نه رسیږي.

۴۰. درې کسان دي چې جنت ته به نه داخلیږي:
۱- د مور او پلار نافرمانه،
۲. ديوث (چې له زنا سره عادي وي خپله هم زنا کوي او د کورنۍ په زنا هم ډېره خوا نه بدوي)،
۳ ښځه چې پردیو نارینه وو ته خپل ځان یا زینت ښکاره کوي.

۴۱. تر ټولو بد ملګری هغه د، چې څوک ګناه ته تشويقوي.

۴۲. تر ډوډۍ د مخه لاس پرېولل مسکنت له منځه وړي.

۴۳. تر ډوډۍ وروسته لاس پر پولل خښم او غضب لرې کوي او د سترګو دید زیاتوي.

۴۴. هوښیار هغه څوک دی، چې خبرې یې پر عمل شاهدانې وي.

۴۵. د هیڅ مسلمان لپاره روا نه ده، چې د خپل مسلمان ورور سره تر درو ورځو زیاته خوابدي وکړي.

۴۶. هوښیار هغه دی، چې ځان وپېژني او د آخرت لپاره کار وکړي.

۴۷. عاجز هغه دی چې د زړه په هوس او خواهشاتو پسې ځي او د الله جل جلاله څخه بې ځایه امید ونه لري.

۴۸. څوک چې د یتیم سرپرستي او پالنه کوي، نو الله جل جلاله به د جنت لاره ورته اسانه کړي.

۴۹. يو ځای ډوډۍ وخورئ! جلاوالی او تفرقه مه کوئ؛ ځکه برکت د جماعت او ټولي سره دی.

۵۰. مؤمن دريو شیانو ته محتاجه دی:
۱.د الله جل جلاله د خدايي تایید کول،
۲. د خپل ځان لپاره خیر غوښتل،
۳ . خیر خواهانو نصیحت قبلول.

ماخذ: سپېڅلې خبرې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx