دیني، سیرت او تاریخ

د درواغو بدبویي

نصیراحمد صالحي

حضرت عبدالله بن عمر [رضی الله عنه] بیان کوی چي رسول الله [صلی الله علیه وسلم] ارشاد فرمايي، کله چې څوک درواغ وایي نو (د انسان حفاظت کوونکې) فرښتې یو میل لرې ځي، د هغه خبرې د بدبویي په وجه کومه چې ده کړې ده. (رواه الترمذی مشکوة ص ۴۱۳)

تشریح:
لکه څرنګه چې په مادي شیانو کې خوشبویي او بدبویي وي، دغه ډول په ښه او بدو خبرو کې هم خوشبویي او بدبویي وي، چې دا د الله (جل جلاله) فرښتې داسې محسوسوي لکه څرنګه چې موږ د مادي شیانو خوشبویي او بدبویي محسوسوو او کله، کله د الله(جل جلاله) هغه بندګان هم دا محسوسوي چې د هغوی روحانیت د هغوی پر مادیت غالب شي.(اصلاح معاشره ص ۵۵)

ماخذ: پاشلې ملغلرې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx