دیني، سیرت او تاریخ

دین مبین في اربعین

حبیب الرحمن صالحي

ژباړه: سلمان (رضي الله عنه) وایي چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم مې پوښتنه وکړه هغه څلوېښت احادیث کوم چې تا ویلي که یې څوک یاد کړي جنت ته به ځي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل:

۱: پر الله جله جلاله ایمان.

۲: د اخرت پر ورځ.

۳: د فرشتو پر وجود.

۴: پر تولو اسماني کتابونو.

۵: پر ټولو انبیاوو.

۶: ترمرګ وروسته بر بیا ژوند ایمان راوړه.

۷: د خیر او شر هر تقدیر د الله جل جلاله له خوا دي.

۸: دا شاهدي ورکړه چې له الله جل جلا له پرته هیڅ معبود نسته او محمد صلی الله علیه وسلم د الله جل جلا له رښتنی رسول دی.

۹: د هر لمانځه پر مهال په کامل اوداسه لمونځ وکړه.

۱۰: زکات ورکړه.

۱۱: د رمضان روژې ونیسه.

۱۲: که مال لرې نو حج وکړه.

۱۳: د ورځې دولس مؤکد سنت کوه.

۱۴: هیڅ شپه وتر مه ایله کوه.

۱۵: له الله جلّ جلاله سره هیڅ شی مه شریکوه.

۱۶: د مور او پلار نافرماني مه کوه.

۱۷: په ظلم د یتیم مال مه خوره.

۱۸: شراب مه څښه.

۱۹: زنا مه کوه.

۲۰: به درواغو قسم مه اخله.

۲۱: د درواغو شاهدي مه ورکوه.

۲۲: په نفسي خواهشاتو عمل مه کوه.

۲۳: د مسلمان ورور غیبت مه کوه.

۲۴: په پاک لمنی ښځې یا نارینه تور مه لګوه.

۲۵: له خپل مسلمان ورور سره حسد مه کوه.

۲۶: به لهو ولعب مه اخته کیږه.

۲۷: له نندارچیانو سره مه یو ځای کېږه.

۲۸: د ټیټ قد خاوند ته ټیټکی مه وایه.

۲۹: په چا ملنډې مه وهه.

۳۰: د مسلمانانو تر منځ شیطانت مه کوه.

۳۱: د الهي نعمتونو شکر کاږه.

۳۲: پر تکلیف او غم صبر کوه.

۳۳: د الله جلّ جلا له له عذابه ویریږه.

۳۴: له خپلوانو سره اړیکې مه شلوه.

۳۵: بلکې له هغوی سره خپلوي پاله.

۳۶: د الله جلّ جلاله پر هیڅ مخلوق لعنت مه وایه.

۳۷: د سبحان الله، الله اکبر او لا اله الا الله ذکر کوه.

۳۸: د جمعې او اخترونو حاضري مه پریږده.

۳۹: پر دې باور ولره چې تاته کوم تکلیف او راحت رسیدلی هغه تاته مقدر و چې له منځه تلونکی نه و، اوس چې نه دي در رسېدلي هغه په هیڅ ډول در رسیدونکی نه و.

۴۰: په هیڅ حال کې د قران کریم تلاوت مه پریږده. سلمان (رض) وايي: ما پوښتنه وکړه چې که دا یاد کړي ته به یې اجر څه وي؟
رسول الله (ص) وویل الله به یې له انبیاء کرامو او علماوو سره راپاڅوي.

ماخذ: اسوه رسول اکرم صلی الله وسلم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

د محترم صالحی ورور د پورته لیکنی څخه په مننی سره؛
پورته څلویښت ملغلری د یو مسلمان ( مُلا او امی ) د هدایت او لارښوونی لپاره کفایت کوی او نور په زرګونو احادیث کوم چی په سِته صحاح! کی ذکر سوی دی اصلاً د پاملرنی وړ نه دی او تدریس ئې هسی د وخت ضیاع ده.html

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx