ټولنیزه برخه

د ښځينه عالمانو علمي کارنامې

ژباړه: ابوعثمان احمد

د اسلام په تاریخ کې د علم او زده کړو طلب او په علمي ډګر کې لوړې درجې حاصلول او نورو ته یې ښودل یوازې تر نارینه وو پورې منحصر نه وه بلکې د امت تاریخ د عالمانو او پوهانو ښځو څخه ډک دی چې په لوړه کچه يې علم ترلاسه کاوه او د تخصص تر کچې یې ځان رساوه، تردې چې د خپل علم له کبله به ډيرې مشهورې وې، تدریس به يې کاوه او د نارینه علماوو ترڅنګ به د دوی ژوند لیکونه هم لیکل کېدل، چې د یو څو عالمانو ښځو لنډ جریان په لاندې ډول دی:

۱: علامه ابن القیم رحمه الله د صحابه کرامو عالمانو ترڅنګ د مسلمانانو د مور حضرت عایشې رضی الله عنها یادونه کړې ده او وايي چې: دا د میراث، دیني احکامو، حلال او حرام په علم کې ډېره مخکښه وه او محمد بن القاسم، حضرت عروه او حضرت عبدالله بن زبیر هغه کسان وه چې ددې څخه به يې زده کړه کوله او ددې د قول او فتوا څخه به نه اوښتل. د مؤمنانو مور به پرده اچولې وه او خلکو ته به يې مسائل بیانول.(أعلام الموقعين ٢/٣٩)

۲: عمره د عبدالرحمن لور د ښځینه تابعینو څخه وه او د مشهور صحابي سعد بن زراره رضی الله عنه لمسۍ وه او د حضرت عایشې رضی الله عنها مشهوره شاګرده وه.

د حضرت عایشې، ام سلمې او رافع بن خدیج رضی الله عنهم څخه يې احادیث روایت کړی دی او له دې څخه لاندې کسانو روایات نقل کړي دي: د دې زوی محمد بن عبدالرحمن او دده دوه زامن او د دې خوریې قاضي ابوبکر بن حزم او دده دوه زامن عبدالله او محمد الزهري، یحيی بن سعید الانصاري او نور، دا يې ټول شاګردان وه.

او مشهورو محدیثنو لکه امام ابن معین، العجلي او ابن المدیني رحمة الله علیهم دا په احادیثو کې ثقه او معتبره بللې ده او امام ابن حبان رحمه الله وايي چې د حضرت عایشې رضی الله عنها د احادیثو تر ټولو لویه عالمه وه.

امیر المومنین عمر بن عبدالعزیز رحمه الله یوه ورځ وویل چې د عَمرې احادیث ولیکئ ځکه زه بېرېږم چې علم او درسونه يې له لاسه را څخه ونه وځي. (فقیهات عالمات:۴۸)

۳: حافظ ابن حجر رحمه الله (مشهور محدث) د زینب بن الکمال ژوندلیک لیکلی دی چې یوه مشهوره محدثه (د احادیثو عالمه) وه او واده يې نه و کړی. دی لیکي چې: تر ۹۰ کالو يې عمر واوښت او د دې په وفات خلګ د احادیثو د علم په درجه کې ډېر ښکته سول. (الدرر الکامنة)

خپله امام ابن حجر رحمه الله د فاطمة التنوخية شاګرد تېر سوی دی.
۴: حافظ ابن کثیر رحمه الله د ستیته بن القاضي الحسین المحاملي ژوندلیک لیکلی دی، دی وايي: قران يې ووایه، فقه، میراث، حساب او ریاضیات، درر، نحو او داسې نور يې ټول یاد کړل او پخپله زمانه کې د شافعي مذهب تر ټولو لویه عالمه وه. (البدایة والنهایة)

۵: محمد القاضي تاریخ پوه د فاطمې الفضیلې ژوندلیک لیکلی دی، نوموړی وايي: دا په حنبلي فقه، حدیث، میراث او د هغه په حسابونو کې متبحره (ډېره لویه) عالمه وه او شاګردانو او طلباوو ته يې درس ورکاوه او ددې او شاګردانو ترمنځ به یوه پرده اېښوول سوې وه.(روضة الناظرين: ١٢٧/٢)

۶: فاطمه د محمد سمرقندي لور: پلار يې د حنفي مذهب مشهور عالم او د تحفة الفقهاء کتاب مؤلف دی او خاوند يې مشهور حنفي عالم امام کاساني نومیږي چې د خپل خسر تحفة الفقهاء کتاب يې د بدائع الصنائع په نامه شرحه کړی. د دوی په اړه ویل کیږي چې کله به يې خاوند په یوه مسئله کې فکرمند سو نو به يې مسئله خپلې مېرمنې فاطمې ته راجع کړه او فاطمې د فتوا ورکولو صلاحیت هم درلوده، پلار يې ځکه امام کساني ته په نکاح ورکړه چې ده يې تحفة الفقهاء کتاب شرحه کړی او همدا يې د لور مَهر سو او دا خبره مشهوره ده چې کله به ددې کورنۍ څخه فتوا صادرېدل نو پر فتوا به د فاطمې، د هغې د پلار او د دې د خاوند مهر وهل سوی و. (فقیهات عالمات:۱۲ او۱۴)

۷: علامه ابن کثیر رحمه الله د ام زینب فاطمه د عباس د لور ژوندلیک لیکلی و او وايي چې دا د عالمانو او فاضلانو ښځو څخه وه او د علامه ابن تیمیه رحمه الله مجالسو ته به حاضرېدل، دی وايي: ما د شیخ تقي الدین ابن تیمیه څخه واورېدل چې ددې ستاینه یې کول او دا يې د علم او فضیلت خاونده بلل او ددې په اړه يې ویل چې د المغني د فقهي کتاب يې تر ډېره یاد و. (البداية والنهاية ١٠٩/١٦)

علامه سیوطي رحمه الله په حسن المحاضره کې وايي چې ژور علم يې درلود او پر ثواب او پند ډېره حریصه وه، د اخلاص او حیاء خاونده او نیکیو ته بلونکې وه. د دمشق ښځې د دې د علم په برکت اصلاح سوې او بیا د مصر ښځو د اصلاح لاره غوره کړه او ښه زیات مقبولیت يې درلود.

۸: امام ابونعیم رحمه الله وايي چې مشهور تابعي سعید بن المسیب رحمه الله خپله لور دُره خپل شاګرد کثیر بن ابي وداعه ته په نکاح کړل نو د دې خاوند وايي چي: د الله عزوجل د کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو ډېره لویه حافظه وه او د خپل خاوند د حق ډېره زیاته مراعت کوونکې وه؛ نو ما یوه میاشت خپل استاذ سعید ونه لیده، بیا مې اراده وکړه چې خپل استاذ ته ورسم خو دې تر کالو ونیولم، ويلې چیرې ځې؟
ما ورته وویل: ځم خپل استاذ سعید ته چې یو څه زده کړم.
نو دې راته وویل: مهرباني وکړه کښېنه، د سعید علم زه در زده کوم.

۹: علامه عبدالفتاح ابوغده رحمه الله پخپل کتاب العلماء العزاب کې د شیخې، عالمې او فاضلې کریمه بنت احمد المروزي ژوندلیک لیکلی دی چې دې صحیح البخاري د امام ابي الهیثم الکشمیهني څخه اورېدلي دي. دا د فهم، پوهاوي، خیر او عبادت خاونده وه. صحیح البخاري يې ډېر واره روایت کړی دی او بې له واده د ۱۰۰ کالو په عمر وفات سوه.

۱۰: حافظ ابن کثیر (مشهور مفسر) د شیخې، عابدې، صالحې، عالمې او د قران د قاریې عائشه بنت ابراهیم ژوندلیک لیکلی دی، دی وايي: زموږ د شیخ حافظ جمال الدین المزي محترمه بي بي د ډېر عبادت او تلاوت او د قران د فصیح او بلیغ او ښه اداینې له کبله د خپلې زمانې په ښځو کې یوه ډېره نادره او بې مثاله ښځه وه. ډېر نارینه د دې د تجوید او اداینې څخه عاجزه وه او ډیرو ښځو پردې ختمونه کړي دي او د دې د دیندارۍ او د دنیا څخه د بې زارۍ په وجه ډیرې ښځې اصلاح او مستفیدې سوي دي. خپل ټول عمر یې تر سپین سرتوب پورې چې ۸۰ کالو ته رسېدلې وه د الله عزوجل په اطاعت کې مصرف کړی. (البداية والنهاية ١٤/١٨٩)

او خپله امام ابن کثیر رحمه الله له دې څخه شرعاً ډېر متاثره و او د دې د احترام له کبله يې د دې مخالفت نه کاوه.
همداسې د مهدي لدین الله د لور فاطمې په اړه راځي چې ډېره لویه عالمه وه او خاوند يې هم لوی فقیه و، کله چې به ددې خاوند ته په یوه مسئله کې اشکال پیدا سو او یا به شاګردانو په یوه علمي بحث کې په تنګ کړ نو به يې خپلې مېرمنې فاطمې ته سوال راجع کړ، هغې به صحیح جواب ورکړ او ده به شاګردانو ته بیان کړ؛ خو هغوی به ورته وویل: دا جواب ستا نه معلومیږي بلکې دا د هغه چا جواب دی چې د پردې تر شا ده.(فقیهات عالمات:۹)

د حنبلي مذهب د مشهور امام احمد بن حنبل رحمه الله مور زینب بنت المکي الحراني لویه فقیه، عابده، صالحه او د اذکارو او نوافلو خاونده وه چې ډېرې شاګردانې يې درلودې، لویو علماوو د احادیثو اجازت ورته کړی و او له دې څخه هم امام د میاطي غوندې لویو محدثينو احادیث روایت کړي دي. تر ۶۰ کالو زیات يې احادیث روایت کړل او د ۹۴ کالو په عمر وفات سوه.(مخکنی مصدر:۳۹)

دا د مسلمانانو عالمانو ښځو یو څو نومونې وې چې علمي ژوند او کارنامې يې په لنډ ډول دلته ذکر شوې، په دې اړه مستقل کتابونه لیکل شوي دي. د داسې ښځو کارنامې باید په رسنیو کې عامي او په کورنو کې ښځو ته ولوستل شي. الله تعالی دې زموږ راتلونکې ښځینه طبقه هم د پوره حجاب په مراعتولو سره د ژور علم خاوندانې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

دهرات بی بی بنت عبدالصمد الهرویة دمحدثنو له جمله ده چه خپل مسند لری. بی شماره محدیثنو علماوو له دوی څخه روایت کړی دی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx